لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اختلافي بيانونو باوجود هم د ټي ټي پي سره خبرې لا روانې دي؟


په داسې حال کې چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د يو بل خلاف بيانونه مخې ته راغلي، د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي د هغه د مالوماتو ترمخه د ټي ټي پي سره خبرې لا هم روانې دي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وايي د تحریک طالبان [ټي ټي پي ] سره خبرې روانې دي خو دا چې د ټي ټي پي سره بيا مخامخ خبرې کله کیږي په دغه اړه يې څه ونه ويل.

"زما د اطلاع مطابق خو خبرې روانې دي او چې بل ملاقات وشي هغه به د ميډيا/ مطبوعاتو سره شريکوو ښکاره به وي".

بېرسټر سېف دغه خبره په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله ویلي، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي دي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

او بيا د رانا ثنا الله د خبرو په ځواب کې ټي ټي پي ویلي، چې هیڅکله د پاکستان هغه خود ساخته ایین نه مني چې له مخې یې شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځېدلی او‌ د انسانانو رایې پکې د قانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي.

ټي ټي پي تور لګولی چې حکومت په دغسې څرګندونو د مذاکراتو نه تېښته کول غواړي او زياته کړې يې ده "که دښمن د بامقصده مذاکراتو نه تښته غواړي نو مونږ ته هیڅ پریشاني نشته، بلکې زمونږ مجاهدینو ته به په ګرد هیواد کې د جهاد موقعه په لاس ورشي".

ټي ټي پي ويلي چې هیڅکله به وسله ونه غورځوي او نه به سر ټيټ‌ کړي.

بېرسټر سېف د رانا ثنا الله بيان ته غېر زمه واره بيان ويلي او زیاته کړې يې ده هغه طالبانو ته هم مشوره ورکوي چې طالبان دې هم د هغه بيان سنجيده نه اخلي. خو رانا ثنا الله چې کومې خبرې کړي هغه ويلي وو دغه خبرې د ملي امنيت په کمېټۍ کې شوې وې.

بېرسټر سېف زیاته کړه د قبايلي سیمې نه د پوځ د ویستلو خبره نه ده شوې بل دا چې پوځ د عملیاتو دپاره تللی وو چې امن راشي پوځ به خپله موجودګي کموي په چاوڼو کې به وي امنيت به نورو ادارو ته سپارل کيږي.

هغه وويل، د فاټا د حيثيت خبره هم نه ده شوې د طالبانو د طرفه مطالبه وه.

"چا ويلي دي چې د فاټا حيثيت به مونږ ختموو، دا خو د طالبانو يوه مطالبه ده او په خبرو کې په روغه کې دا خبرې راځي د هغوی غوښتنه ده او د هغې دا مطلب خو نه دی چې سل په سله ومنلی شوه، چې [خبرې] نه کوي نو بيا به نه کيږي بیا به روغه هم نه کيږي بيا به جنګ وي دوباره به جنګ وي رانا ثنا الله هم دې خوشاله وي ټول دې بيا خوشاله وي".

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال وايي، د پاکستان تر ټولو غټه د بدقسمتۍ خبره دا ده چې غټې فېصلې په پارليمان کې نه کیږي.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د هغه په خيال د بېرسټر سېف بيان يو اړخ ته د رانا ثناالله خلاف سياسي بيان کېدی شي خو وايي، "زما په خيال که د بېرسټر سېف بيان ته که په دغه تناظر کې مونږ وګورو نو دا به بيا يواځې په مخالفت کې بيان نه وي شايد دا د تحریک انصاف پاليسي وي کومه چې د هغو د مخکې د هغو د طالبانو دپاره نرمه غوندې رویه پاتې شوې ده".

هغه زیاته کړه تحريک انصاف په زياتو موقعو د طالبانو د مرستې خبرې کړي دي او يو وخت طالبانو عمران خان د مذاکراتو دپاره خپل نماينده مقرر کړی وی شاید دغه يوه وجه هم وي.

څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي د وزیر داخله بيان ورکول مجبوري وه، خو ډز بندي روانه ده او دا خبرې دومره اسانې نه دي او که دواړه فریقه غواړي چې مذاکرات دې وشي او دا پروسه دې مخ په وړاندې لاړه شي نوبيا به د ځينو بيانونو نه ډډه کول پکار وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "زما په خيال په ځينې وخت کې، په داسې حساسه وخت کې چې بيانونه څومره کم وي نو ښه وي، بيا د طالبانو چې کوم بيان راغی نو په هغې کې هم ډېره سخته ژبه کارول شوې بايد چې هغه ژبه نه وه استعمال شوی".

د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران چې افغانستان ته تللي او د دوه ورځود خبرو وروسته په درېم جون بيرته راغلي وو، بېرسټر سېف د دغه جرګې برخه وو.

هغه وخت نوموړي ويلي وو د ټي ټي پي سره خبرې مثبت لوري ته روانې دي، او شوې خبرې په ښه ماحول کې ترسره شوې وې.

هغه زياته کړې وه، د ټي ټي پي سره شوي مذاکرات په حکومتي کچه نه بلکې د صوبې علاقايي مشرانو کړي او هغه [بېرسټر سېف] د دغه جرګې مرستیال وو.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په (درېم جون) اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال ويلي وو، "د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

هغې زياته کړې وه، "نن يوه خبر پاڼه راغلې چې ډز بندي پکې غځول شوې ده، مونږ يې په حکومتي کچه هر کلی کوو، دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي او حکومت به يې منظوري ورکوي، او د دواړو خواو به په متفقه توګه خبره کيږي، ځکه نن خبر پاڼه راغلې ده، چې جرګه څه خبره هم کوي د پارلیمان او حکومت په منظورۍ سره به کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG