لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين: اوسني حکومت د علي وزير لپاره د غږ پورته کولو ویلي وو خو اوس ورته ستونځې جوړوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پښتين وايي، د اوسني حکومت چارواکو د علي وزیر لپاره د غږ پورته کولو ویلي وو، خو اوس ورته ستونځې جوړوي. وایي علي وزیر د ووټ دپاره اسلام اباد ته راوستل شو خو بيا بيرته جېل ته لېږل شوی او د پروډکشن ارډر باوجود يې څوک تپوس نه کوي.

پي ټي اېم نن د خالي/ شنبې په ورځ [25 جون] په اسلام اباد کې د پرېس کلب څخه د ډي چوک پورې لاريون او بيا احتجاج وکړو.

احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې منظور پشتين وويل، په شمالي وزیرستان کې تعلیم يافته څلور ځوانان په هدف کړی شو، د پاکستان يو عدالت او يو جج د دغو ځوانانو د وژنې پوښتنه ونه کړه.

په 19م جون په شمالي وزیرستان کې د ځوانانو تنظيم [يوت اف وزیرستان] څلور ځوانان سنید داوړ، وقار داوړ، اید داوړ او حماد داوړ چې څلور واړه سره ملګري وو، ناڅرګندو وسلوالو په ډزو سره وژلي وو.

پشتين وویل، پاکستانۍ ميډيا راو انوار، احسان الله احسان او نورو خلکو کورېج ورکوي خو په شمالي وزیرستان کې چې څلور ځوانان ووژل شو چا ورته په ميډيا کې ځای ور نه کړو.

د پي ټي اېم مشر د پاکستان په اوسني حکومت چې د بېلابيلو ګوندونو په اتحاد جوړ شوی، نيوکې وکړې چې د قومي اسمبلۍ غړی علي وزير يې د خپل ووټ دپاره د جېل نه راوستو، او بيا يې چا تپوس ونه کړو.

هغه زیاته کړه، علي وزیر امن غواړي، په دې ملک کې هر چاته ازادي شته خو چې امن غواړي هغه ته نشته.

علي وزیر د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په دوه مقدمو کې ورته سپريم کورټ او سيند هايکورټ ضمانتونه ورکړي، په يوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او په بله مقدمه کې يې اورېدنه روانه ده.

په 21 جون د قومي اسمبلۍ سپيکر د علي وزير پروډکشن ارډر جاري کړی خو هغه په جناح روغتون کې وو او تور يې لګولی وو په هغه په روغتون کې دوه ځله د برید هڅه شوې او بيا د روغتون نه جېل ته منتقل کړی شوی وو.

پشتين د پي ټي اېم د نورو بندیانو اوېس ابدال او حنيف پشتين سره د ادريس خټک یادګېرنه هم وکړه چې هغوی دې هم خوشي کړی شي.

د تحریک طالبان سره خبرو په اړه هغه وويل که دغه خبرې کاميابيږي او که ناکاميږي هغه تور ولګوو وزیرستان او نورې قبايلي ضلعې به د بد امنۍ سره مخ وي ځکه چې هلته رياستي کاروبار روان دی.

د پي ټي اېم په مظاهره کې د بشري حقونو فعالو او سیاسي غړو هم ګډون درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG