لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي د پنجاب ضمني انتخابات "د امپایر د مرستي بغیر هم" گټلی شي


پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ډلې مشر عمران خان یو ځلي بیا تور لګولی چې اوسنی حکومت ورباندې مسلط کړی شوی او دعوې یې کړي چې "د امپایر د مرستې بغیر" پنجاب کې ضمني ټاکنې ګټلی شي.

د پنجاب د صوبائي حلقې (PP-158) کې د تحریک انصاف د پلویانو سره وینا کې د ګوند مشر عمران خان وویل: "دغه غله په مونږ باندې مسلط کړل شوي دي او دوی په یوه لاره ټاکنې ګټلی شي چې امپایر یې ملاتړ وکړي، خو مونږ به دوی ته ماتې ورکوو، د دې سربېره چې امپایر به د دوی سره وي."

د پاکستان الېکشن کمېشن د پنجاب د اعلی وزیر په ټاکنو کې د پي ټي آی د کاندید، چوهدري پروېز الهي په ځای د مسلم لیګ – ن ګوند کاندید حمزه شهباز ته ووټ اچولو سره، د صوبائي اسمبلۍ د ۲۵ مخالفو ممبرانو د غړیتوب ختمولو نوټیفکېشن جاري کړی و.

د پنجاب اسمبلۍ د معلوماتو ترمخه، په دغه چوکیو به ضمني ټاکنې د جولائی په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

بل پلو ته د څېړونکو وینا ده چې د عمران خان دپاره به د اسټبلشمنټ بغیر د پنجاب ضمني انتخابات ګټل ممکنه نه وي.
پاکستانی صحافي اوېس توحید وایي، عمران خان خپله یو اثر لري، خو دوی کال ۲۰۱۸ کې د اسټبلشمنټ د مرستې بغیر واک نشو تر لاسه کولی.

اوېس توحید وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل: "عمران خان ګڼي چې د ادارې سره د دوی اختلافات د څه خلکو په اساس دي، خو دوی فکر نه کوي چې داسې څه دي موجود وي.

د اوېس توحید په باور، د ادارې سره اختلاف په راتلونکي وخت کې د عمران خان په وړاندې نوې ستونزې رامنځ ته کولی شي.

عمران خان د اپرېل په ۱۱مه نېټه د بې باورۍ تحریک د لارې، د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه لېرې کړل شو.

عمران خان د خپل د لېرې کولو تور، په امریکا او د ریاستي ادارو په مرستې، پر مخالفو ګوندونو لګولی دی.

بل پلو امریکا د پاکستان په سیاست کې د لاسوهنې تورونه، وار په وار رد کړي دي.

تاریخ که څه هم ښيي چې د هېواد په ټاکنو کې د اسټبلشمنټ یو رول پاته شوی دی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ ویاند، مېجر جنرل بابر افتخار په څرګنده ویلي چې پوځ دې د هېواد له سیاسته لېرې وساتل شي.

د مخالفینو وینا ده چې عمران خان د خپلې نااهلۍ او په هېواد کې د اقتصادي بحران راپېدا کولو د سببه، د ګوند و ملګرو له اړخه رد کړی شوی چې د چوکۍ څخه د لېرې کېدو سبب یې ګرځېدلی و.

تحریک انصاف ګوند په سېند کې کېدونکو بلدیاتي انتخاباتو کې هم د غلطۍ او درغلۍ تورونه لګولي دي. د ګوند مشر عمران خان د یو ټویټ د لارې، د دوی د ګوند د کاندیدانو د ېرولو، او ځورولو تورونه لګولي دي.

د رپوټونو ترمخه، د سېند صوبې په بلدیاتي ټاکنو کې په لوی شمېر چوکۍ تر لاسه کوونکي پیپلز ګوند، په وفاق کې د دوی ملګري متحده قومي موومنټ او د پي ډي اېم ائتلاف غړي جمعیت علمای اسلام هم د درغلۍ تورونه لګولي او ویل کیږي چې په بلدیاتي ټاکنو کې الېکشن کمېشن د خپلې ذمه وارۍ په ترسره کولو کې پاته راغلی دی.

بل پلو ته پیپلز ګوند دغه تورونه ردوي او د ګوند مشر بلاول بهټو زرداري خپل یوه ټویټ کې ویلي چې مخالفین یې د بایللو وروسته، د مایوسئ ښکار دي او د تشدد دړکۍ ورکول کیږي.

په سېند کې کېدونکې بلدیاتي انتخاباتو کې د تشدد په پېښو کې د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، دوه تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG