د خېبرپښتونخوا په سوات کې پرون د صوبايۍ اسمبلۍ په حلقه [پي کی 7] ترسره شوو انتخاباتود غېر ختمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه دغه څوکۍ په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف [پي ټي ايي] امېدوار ګټلې ده خو مخالفه عوامي نيشنل ګوند [اې اېن پي] دغه نتيجې رد کړي او د نتيجو چېلنج کولو يې ويلي دي.
په سوات کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ 26 جون په ترسره شوو ضمني انتخاباتو کې د عوامي نيشنل ګوند او تحریک انصاف امېدواران په مېدان کې وو.
د غېر ختمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه د تحریک انصاف ګوند امېدوار فضل مولا 17395 ووټونه اخستي او کامياب شوی دی.
او د هغه په مقابله کې د عوامي نيشنل ګوند حسېن احمد خان عرف خان نواب 14604 ووټونه اخستي دي.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان د خپل امېدوار په کاميابۍ اومبارکي ورکړې او دغه ګټې ته يې د عمران خان په بيانيې او صوبايي حکومت د خلکو د اعتماد ثبوت ويلي دي.
خو د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر [صدر] اېمل ولي خان ويلي، دوی دغه نتيجې ردوي او چېلنج کوي يې.
نوموړي تور لګولی چې د پولينګ ايجنټانو سره په موجود فارم 45 او سرکاري نتيجې د يو بل نه بدلې دي.
هغه زیاته کړې د 2018 د انتخاباتو په څېر دا انتخابات هم په کور کې موجود مهربان برابر کړي دي.
له دې وړاندې هم عوامي نيشنل ګوند د يادو انتخاباتو په کمپاين کې د حکومتي مشينرۍ کارېدو تورونه لګولي او ويلي يې وو الېکشن کمېشن د دوی په خواستونو کومه کارروايي نه ده کړې.
خو الېکشن کمېشن په سمدستي ډول د عوامي نيشنل ګوند تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلی.
په پاکستان کې اکثره په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګي، خو بل لور ته الېکشن کمېشن تل انتخاباتو ته سوتره ویلي دي.
د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي وقار احمد خان په 30م اپرېل د مړينې وروسته الېکشن کمېشن په ياده حلقه ضمني انتخابات اعلان کړي وو.
د عوامي نيشنل ګوند اوسنی امېدوار حسېن احمد خان د وقار احمد خان تره دی.