لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله بیا وانه ورول شوه


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت په خواست فېصله بيا وانه ورول شوه، نېټه پکې بدل شوه او د علي وزیر وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي قضیه بل عدالت ته هم منتقل کړی شوه.

د علي وزير د ضمانت په خواست فېصله د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت په دوېم جون محفوظ کړې او په 23 جون يې د فېصلې اورولو ویلي وو، خو په ياده نېټه دا فېصله نه وه اورول شوې او ننۍ د 28 جون نېټه پکې ورکړی شوې وه، خو نن بيا دا فېصله وانه ورول شوه.

قادر خان اېډوکېټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [28 جون] وي او اې ډيوه ته وويل، نن د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د جج د نشتوالي له امله بيا دا فېصله وانه ورول شوه، او انتظامي جج دا فېصله د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت ته هم منتقل کړه.

تازه چې په کومه مقدمه کې د علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او د اورولو دپاره پکې نېټې ورکړی کيږي، دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزيرد ګرفتارولو حکم کړی وو.

علي وزير ته د پاکستان سپريم کورټ او سيند هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په یوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او درېمه مقدمه يې روانه ده اورېدنه يې کيږي.

کراچۍ کې د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې سيند هايکورټ په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر په لومړي ځل د کال 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی وو، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه بله مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG