لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د موسمياتو محکمې په پښتونخوا، بلوچستان او نور ملک کې د سختو بارانونو امکان څرګند کړی


پاکستان کې د موسمياتو محکمې سبا د زيارت/ پنجشنبې د ورځې [30 جون] څخه د خېبرپښتونخوا د برنو علاقو ترڅنګ پېښور، اسلام اباد، بلوچستان او کراچۍ پورې د سختو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

ويل شوي د 30 جون نه تر څلورمې جولايۍ پورې د تېزو هواګانو سره د باران او ځای په ځای د تېز باران امکان دی.

او بيا د جولايي د لومړۍ نېټې څخه تر پينځمې پورې د بلوچستان په کوټه، ژوب، زیارت، لورا لايي، قلات، خضدار، لسبېلې او نصير اباد پورې هم د تېزې سيلۍ او باران سره د تېز باران وړاندوېنه شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي، د صوبې په برنو ضلعود سوات او بونېر نه تر شانګلې، او بيا د پېښور، نوښار او چارسدې پورې او باجوړ، مومندو او خېبر، کرمې او کوهاټ پورې د تېز باران امکان دی.

د دې ترڅنګ د صوبې په جنوبي ضلعو کې د تېزې سيلۍ او طوفان وړاندوېنه هم شوې ده.

د ممکنه اغېزو په اړه ادارې ويلي، په بارانونو او تېزې سیلۍ کې ودانيو ته د زیان اوختو خطره ده، غرونه پکې راښوېدی شي، او سېلابونه هم راتلی شي. ځکه سېلګرو ته د احتياط ويل شوي دي.

او د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ټولو اړونده ادارو سره د چمتو کېدو لارښوونه کړې ده.

ويل شوي کومې علاقې چې د سېلابي خطرو سره د مخ کېدو امکان لري هلته دې په ځانګړي ډول سېلګرو او عام خلکو ته د احتياط کولو دپاره د پوهاوي کمپاينې وکړی شي.

د دې ترڅنګ کوم خلک چې په موټر وېز او شمالي علاقو ته سفرونه کوي ځان دې د باران او لارو په حال خبر ساتي.

XS
SM
MD
LG