لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د سیاسي، اقتصادي او بنکي موضوعاتو په سر امریکاییانو سره خبرې کوي


فایل تصویر
فایل تصویر

واشنګټن - طالبانو یو ځلي بیا د امریکاییانو سره د مذاکراتو دپاره، خپل استازي قطر ته لېږلي او وایي چې د امریکایي استازو سره به په سیاسي، اقتصادي او بنکي موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

په افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې د دوی د نګران خارجه وزیر، امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی، د امریکاییانو سره د مذاکراتو په مقصد قطر ته تللی دی.

د طالبانو خارجه وزارت نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [۲۹مه د جون] یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې قطر ته په لېږل شوي پلاوي کې د افغانستان مرکزي بنک او مالیې (خزانې) وزارت چارواکي هم شامل دي.

د طالبانو په بیان کې دا هم ویلی شوي چې د دوی لېږل شوي استازي به په سرښار دوحه کې د افغانستان دپاره د امریکا د خاص استازي او د امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري. د طالبانو وینا ده چې په دې ملاقاتونو کې به "د سیاسي موضوعاتو سربېره پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز وشي."

یاده دې وي چې امریکايي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا او د نړۍ هېڅ بل ملک تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، د افغانستان خارجي اثاثې کنګل پاته دي او له دې اړخه طالبان د فشار او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مګر بل اړخ ته د واشنګټن پوسټ اخبار تازه خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د طالبانو له مشرتابه سره په داسې یوې منصوبې کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته رسايي پیدا کړي.

واشنګټن پوسټ د نهې/سې شنبې په ورځ [۲۸مه د جون] د درېیو باخبره امریکایي چارواکو په قول یو رپوټ کې وویل چې د امریکا د دې کار مقصد، په افغانستان کې سخت بحران او د خلکو لوږې ته د حل لارې موندل ښودل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د انخلا او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، امریکا په نړیوالو بنکونو کې د افغانستان بانک اوه بېلینه ډالر ګنل کړل.

د طالبانو د واکمنیدو وروسته، افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ شوی دی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونشي، ۹۷فیصده افغانان به له روان بشري حالته اغېزمن شي.

یوناما د بشري خلاف ورزیو پلټنې کوي

په افغانستان کې د طالبانو له اړخه د بشري حقونو خلاف ورزیو یو ځل بیا په نړېواله کچه اندېښنې راپارولي دي.

په دې وروستیو کې چې طالبانو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو هزاره طالب کمانډر په ضد څه پوځي کاروایۍ وکړې، داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني طالبانو هلته عام خلک وژلي او جنګي جرمونه یې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي (یوناما) وایي په دې اړه څېړنې کوي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ په ګډون ځینو نړیوالو ادارو هم وویل چې طالبانو په بلخاب کې د وسله وال مزاحمت په ځواب کې ملکي خلک نیولي او وژلي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تیره اونۍ په بلخاب ولسوالۍ کې له دوی څخه د جلا شوي هزاره کمانډر مولوي مهدي د پلویانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړ او تر هغه وروسته په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د عامو خلکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شول.

طالبانو دا رپوټونه بې بنیاده پروپګېنډا بللې او وایي چې په بلخاب کې یې هېڅ عام کس ندی وژلی.

د دې رپوټ زیاتره معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG