واشنګټن (رائټرز) - د ډنمارک پولیسو نن د ګل/دوشنبې په ورځ [د جولائی ۴مه] وویل چې د سرښار کوپن هېګن په یو شاپنګ مال کې د ډزو پرونۍ پېښه، د موجوده شواهدو په بنیاد، د یو "ترهگر عمل" په حیث نشي ګڼل کیدی. د ډزو په دې پېښه کې درې تنان مړه او څو تنه نور زخمیان شول.
د ډنمارک یو شهري چې ۲۲ کلن دی، ګرفتاره کړی شوی او ورباندې د انسان وژنې تور لګول شوی دی. هغه به نن د ګل/دوشنبې په ورځ عدالت ته پېش کړی شي.
د ډنمارک د پولیسو مشر سورېن ټوماسن خبریالانو ته وویل، هېڅ داسې څه نښه نشته چې ګني په دې پېښه کې دې کوم بل څوک هم د ملزم شخص سره شریک پاته شوی وي.
ټوماسن دا ونه ویل چې د پېښې محرک څه و، مګر زیاته یې کړه چې ملزم شخص د پېښې نه وړاندې خپل سوچ کړی او آمادګي یې نیولې وه. هغه وویل: "زمونږ اوسنۍ اندازه دا ده چې خلک د بې ترتیبه ډزو ښکار شول (کوم خاص خلک هدف نه و)."
ډنمارک په دې تېره هفته کې د بایسکل چلولو ټور ډو فرانس سیالیو د لومړي پړاو کوربه و چې په لاکهونو کسانو د هغه ملک په بېلابېلو برخو کې د بایسکل چلولو دپاره لارو کوڅو ته راوتي و، مګر د هفتې په آخره کې چې په کوپن هېګن کې د ډزو دا پېښه وشوه، نو ټول ډنمارک ته یې جټکه ورکړه.
تازه معلومات ښيي چې په پېښه کې یو ۱۷ کلن هلک، یوه ۱۷کلنه جینۍ، او یو ۴۷ کلن روس شهري چې په ډنمارک کې یې ژوند کاوه، وژل شوي دي.
د ډنمارک د صحت چارواکو په وینا، په دې ډزو کې څلور تنه نور په ګولیو زخمیان شوي هم دي چې د هغو نه درې تنه یې اوس نسبتآ ښه دي، مګر د څلورم زخمي حالت، نازک بلل شوی دی.
ځیني نور بیا چې د ډزو د ځایه تښتېدلي، د تېښتې په کوشش کې سربېرن زخمیان شوي، مګر ګولۍ ورباندې ندي لګېدلي.
په ډنمارک کې د وسلو په اړه سخت قوانین موجود دي، او به غیر د ښکار کولو د ځینو ټوپکو، نور ټولې وسلې چې دي، په کار ده د پولیسو نه ورته لائسنس واخېستلی شي. پولیس وایي، هغه وسلې چې پرون د کوپن هېګن په یو شاپنګ مال کې ورباندې ډزې شوي، قانوني وسلې وې، مګر ملزم شخص د دې وسلو د استعمال دپاره کوم لائسنس نه درلود.