لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ايي اېم اېف سره د قرض د معاهدې ماتېدو خبرونه ناسم دي


د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د قرض د تړون ماتېدو خبرونه ناسم دي، او د ايي اېم اېف سره د قرض/ پور ترلاسه کولو پروګرام په خپل ځای دی.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [څلورمه جولايۍ] د ګلوبل وېلج سپېس په نوم وېب پاڼه خبر خپور شوی وو چې مالياتي نړيوالې ادارې د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د احتساب قامي ادارې [نېب] قانون ته بيا کتنه وکړي، خو بل لور ته پاکستان نورو مالياتي اړونده قوانينو عملي کولو ته تيار دی.

مفتاح اسماعيل په ټويټر ويلي،

"داسې خبرونه مې ليدلي چې د غبن پرضد قانون په تړاو ايي اېم اېف د پاکستان د پور پروګرام ځندولی يا وروسته کړی دی، دا هیڅ حقیقت نه لري د ايي اېم اېف سره پروګرام په خپل ځای دی".

د تېرې میاشتې جون په 28نېټه د خزانې وزیر ويلي وو، د ايي اېم اېف څخه ورته د پور ترلاسه کېدو په اړه د اوومې او اتمې جايزې دپاره د پاليسيانو يادداشت ترلاسه شوی دی.

د پاکستان اقتصاد د سخت فشار سره مخ دی، پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې بې قدره شوې او د ونډو بازار په وروستيو کې راغورځېدلی وو.

اقتصاد پوهان وايي، د ايي اېم اېف څخه د قرض نه ترلاسه کېدو له امله روپۍ د فشار سره مخ ده او پانګه وال زړه نه ښه کوي چې پانګونې وکړي.

د اقتصاد پوهانو په خبره پاکستان د ايي اېم اېف په غوښتنه ځينې اضافي او سخت ټېکسونه هم لګولي چې د هغې له امله هم اقتصادي ستونزې جوړې شوي دي.

پاکستان په وروستيو کې د مې د مياشتې د 27 نېټې څخه د روانې میاشتې جولايۍ د لومړۍ نېټې پورې په 33 ورځو کې پټرول څلور ځله ګران کړي او په يو ليټر پټرولو کې نزدې 100 روپۍ اضافه شوې ده.

د مې په مياشت کې د 30 روپو تيلو ګرانولو په وخت د خزانې وزير ويلي وو، ملک د مالي تاوان سره مخ دی، او دغه ګام اخستل د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) څخه د پور/ قرض اخستو دپاره اخستل شوی دی.

د مې په میاشت کې ايي اېم اېف په پاکستان ټينګار کړی وو چې د ادارې سره د پور اخستو د پروګرام د بحالۍ دپاره به په تيلواو بجلۍ ورکوونکي مراعات ختموي.

مفتاح اسماعيل هغه وخت ويلي وو، حکومت په پټرولو او ډيزلو د 120 ارب روپو سبسډي/ مراعات ورکوي، او تور يې لګولی وو، چې د تحریک انصاف د تېر حکومت له امله ډالر په بره خيژي او د روپۍ قدر کميږي.

اقتصاد پوهان وايي د ايي اېف لخوا پاکستان ته په وړاندې کړی شوي وو شرطونو کې ځینې اوس هم نه دي پوره کړی شوي خو ويل کيږي د پور ترلاسه کېدو دپاره اړين شرطونه پوره کړی شوي او عملي شوي چې پکې په تيلو او بجلۍ سبسډي يا مراعات ختمول او نوي ټېکسونه لګول شامل دي.

خو څيړونکي وايي دا لنډ مهاله پاليسیانې دي پاکستان ته به د خپل اقتصاد په خپلو پښو ودرولو دپاره ګامونه پورته کول وي.

پاکستان کې د تيلو د ګرانۍ او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو سره عامه ګراني سېوا شوې او حکومت مني چې ګراني سېوا شوي خو حکومت ورسره دعوه هم کوي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به حالات ښه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG