لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د تېر افغان حکومت په بډو رشوتونو تورنو چارواکو سره حساب نه کوي


واشنګټن ـــــ طالبان وایي د تېر حکومت له هغو افغان چارواکو سره به د داسې سترو بډو رشوتونو یا کرپشن هیڅ حساب کتاب ونه کړي چې د مرسته کوونکو له خوا چلېدونکې منصوبې یې ودرولې او د تېر افغان جمهوریت په ړنګولو کې یې کردار تر سره کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې پښتو څانګې ته وویل "هغه کسان چې د تېر یرغل په مهال یې ځانونه پر مخ بېولي او شتمن کړي او په امریکایي نظام کې یې جایدادونه او ملکیتونه خپل کړي هغوی به همداسې پاته وي".

مجاهد وایي د تېرو حکومتونو په کرپشن تورن چارواکي به یواځې هغه وخت عدالت ته راوستل کېږي که هغوی په تېرو دوو لسیزو کې د چا شخصي جایدادونه یا ولسي ملکیتونه قبضه کړي‌ وي.

د دې پوښتنې په جواب کې چې کېدای شي د تېر افغان ځینو چارواکو د بډو رشوتونو له لارې جایدادونه تر لاسه کړي وي، آیا د طالبانو حکومت به له هغوی سره څه کوي، ذبیح الله مجاهد وویل:

"هغه کسان چې له تېر نظام څخه یې ناوړه ګټه تر لاسه کړې" له قانوني احتساب سره به نه مخ کېږي او خپله شتمني به له ځانه سره وساتي.

د وي او اې د رپوټ له مخې د افغانستان تېر جمهوري حکومت چې تر ډېره په بهرنیو مرستو چلېده په پرله پسې توګه د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې پر پینځم نمبر راته چې په بډو رشوتونو اخته دي.

د افغانستان د بیارغونې د څارونکې امریکایي ادارې (سیګار) د ملکي چارو د څانګې مشر فیلیپ لیوېل له وي او اې سره په خبرو کې وویل:

"بډو رشوتونو د افغانستان د بیارغونې او د دې هېواد د ادارو د پیاوړتیا لپاره د امریکې هڅو ته د پام وړ زیان اړولی دی".

له 2002 تر 2021م کال پورې امریکې په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختیایي چارو په برخه کې تر 145 ارب ډالرو زیاتې لګولې، خو له دې سره سره نورو مرسته کوونکو لکه یورپي ټولنې هم د همدې مقصد لپاره په دې هېواد کې په اربونو ډالر ولګول.

یو افغان امریکایي څېړونکی واحد فقیري وایي کرپشن د جمهوریت د «بدنامه سقوط» یو لوی سبب وو، چې وایي ټول نظام یې کمزوری کړ. ښاغلي فقیري وي او اې ته وویل:

"فساد [بډو رشوتو] د جمهوریت قانوني حیثیت په کلکه زیانمن کړ او طالبان یې پیاوړي کړل. فساد د طالبانو پروپیګنډه اغېزمنه، ریښتینې او څرګند کړه".

د مخکیني افغان حکومت یو اعلی چارواکی محمد حلیم فدایي وایي، کرپشن د تېر جمهوري حکومت د سقوط یو سبب وو خو بشپړ سبب یې نه وو. ښاغلي فدايي وي او اې ته وویل:

"بډې رشوتونه د امریکې د پالیسي جوړوونکو له غلطو کارونو څخه د پام اړولو په مقصد را برسېره کېږي"، وایي طالبان خپله هم په کرپشن کې ښکېل وو ځکه چې وایي دوی له پرمختیایي منصوبو څخه ټیکس او کلنګ (بته) اخیستل.

د سیګار د ملکي چارو د څانګې مشر فیلیپ لیوېل وایي امریکې چې په افغانستان کې پیسې په څه طریقه لګولې په هغه نیمګړتیاوې وې او د ده په وینا حتی په افغانستان کې یې بډو رشوتونو ته وده ورکړه:

"امریکا په پیل کې د کرپشن د شدت په معلومولو کې پاته راغله، جنګسالارن او نور په بډو رشوتونو اخته کسان یې زورو کړل او په دومره چټکۍ سره یې دومره پيسې ولګولې چې جذب کولای یې نه شوې."

نیژدې یو کال کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي خو تر اوسه یې د کرپشن د مخنیوي لپاره کومه پالیسي اعلان کړې او نه یې د دې کار لپاره حکومتي اداره ټاکلې ده.

په داسې حال کې چې طالبانو پخپل حکومت کې ټول خپل پخواني مشران شامل کړي، د لږ تر لږه دوو وزیرانو په ګډون یې ځینو مخکینیو افغان چارواکو ته د ورستنېدو اجازه ورکړې او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې او هغوی ته یې له ځورونې د ژغورنې لپاره د «بخښنې کارډونه» ورکړي دي.

افغانستان ته ستانه شوي چارواکي وايي غواړي له خپلو خلکو سره ژوند وکړي، خو ځينې څېړونکي وايي پخواني چارواکي غواړي هغه شتمنۍ وساتي چې تېر کال یې د افغان حکومت د سقوط په وخت له هېواده بهر نه وې وړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG