لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د پاکستان پوځ په يوه ورځ د لسو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ضلعې په دته خېل سیمه کې یې له ترهګرو سره په نښته کې شپږ نور ترهګر وژلي او د ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې یو پاکستانی پوځي هم وژل شوی دی، له دې پېښې نه څو ساعته وړاندې هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د پاکستان د سرکاري میډیا ریډیو پاکستان ترمخه د پوځ مطبوعاتو څانګې پرون د شورو/ چهارشنبې [13 جولايۍ] په شپه ناوخته ویلي، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د ترهګرو د موجودیت کره استخبارتي مالومات تر لاسه کړي وو چې په سیمه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

پوځ ویلي کله چې امنیتي عسکرو د دوی پرضد چاپه ووهله ترهګرو پرې ناتاره ډزې پیل کړې او د ترهګرو په ډزو کې د خېبر قبایلي ضلعې سره تړاو لرونکی 34 کلن لانس نایک اسلام الدین د پاکستان پوځ یو عسکر پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوو ترهګرو د قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو څخه نه ده تایید شوې.

د پوځ په وېنا وژل شوو ترهګر په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې او نه پوځ رسنیو ته د دغو دعوو څه ثبوت وړاندې کړی دی.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو ترهګرو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې، خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، چې د وژل شوو کسانو تړاو د شمالي وزیرستان شورا حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې سره وو.

تیره ورځ هم د پاکستان پوځ دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه .

په شمالي وزیرستان کې دا عملیات په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې په امنیتي عسکرو بریدونه او د عامو خلکو هدفي وژنو پېښې چټک شوې او ځایې خلک تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې په امنیت پوښتنې را پورته کوي او وایي د اته کاله وړاندې ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د علاقې حالات د تسلۍ وړ نه دي .

د ملي جمهوري ګوند مشر او د علاقې نه د خلکو منتخب استازې محسن داوړ تیر د سه شنبې په ورځ رزمک سیمه کې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي دې خاورې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل شوې او قبایلي سیمې او په ځانګړي ډول وزیرستان بیا نا امنۍ ته سپارل کیږي.

هغه ویلي دپارلیمان د لارې یې په دې هرڅه د ملک حکومتي او پوځي چارواکي خبر کړي دي خو د دوی خبره نه اوریدل کیږي .

هغه ویلي د جنګ ددې نوې منصوبې نه څوک هم محفوظ نه دي او دا به د ملک ګوټ ګوټ ته رسي.

د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا دا دریځ خپل کړی چې د ترهګرۍ په وړاندې ژمن دي او په ملک کې دننه د ترهګرۍ اجازه چاته نه ورکوي.

محسن داوړ دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي او تیره ورځ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG