لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان : په روانه میاشت کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند څلور ځايي مشران ووژل شو


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف دوه ځايي مشران پرون په هدفي بريد کې وژل شوي دي.

تازه پېښه پرون د زیارت/ پنجشنې په ورځ [14 جولايۍ] د ميرعلي خېسور په سړک رامنځته شوې، د جمعيت علمااسلام ف ګوند د میرعلي تحصيل مشر قاري سميع الدين، چې په وروستيو کې په سيمه کې د امنيت دپاره جوړې کمېټۍ مشر ټاکل شوی او ورسره مولانا نعمان نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي دي.

جمعیت علما اسلام ف ګوند او پوليس دغه پېښه تاييد کړې ده.

د میرعلي تاڼې پوليسو ويلي د وژل شوو کورنیو د پېښې مقدمه د چا پرضد نه ده درج کړې ځکه پوليسو په خپل مدعيت کې دغه مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د جمعیت علما اسلام ف ګوند د شمالي وزيرستان ویاند احمدالدين داوړ وايي، دغه دواړه مشران پرون حېدرخېل کلي ته ورغلي او په وروستيو کې په سیمه کې د څلورو وژل شوو کسانو د وژنې په اړه د غونډې جوړولو تیارۍ يې کولې او چې بيرته راتلل په لاره کې په هدف کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې د جون په میاشت کې د يوت اف وزيرستان څلور فعال وژل شوي او بيا په ځايي کچه په سيمه کې د بدامنۍ او هدفي وژنو د مخنيوي دپاره د سیمې د ټولو خلکو په شريکه يوه کميټي جوړه کړی شوې چې سيمه څنګه د ناامنۍ او هدفي وژنو څخه وژغوري، قاري سمیع الدين د دغه کمېټۍ مشر جوړ کړی شوی وو.

د ځايي خلکو په وېنا نن د جمعې په ورځ د قاري سميع الدين په مشرۍ د دغه کمېټۍ غونډه ټاکل شوې وه.

داوړ وايي، دوی په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو نه پوښتنه کوي چې پوځ په سيمه کې د اته و کالو نه شتون لري بيا دلته هدفي وژنې ولې کيږي؟ او د وسله والو نه پوښتنه کوي چې د دوی هدف څوک دي؟ دوی به بيا د دیني عالمانو نه پوښتنه وکړي چې کوم خلک وژل کيږي ايا د دوی وژنه په شريعت کې روا هم ده کنه؟.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د قاري سميع الدين په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي قاري سميع الدين د هدفي وژنو او ترهګرۍ پرضد زورور اواز وو، هغه ووژل شو.

نوموړي دعوه کړې چې په تېرو څو کلونو کې په ميرعلي کې د 500 پورې هدفي وژنې شوي دي.

وي او اې ډيوه هڅه کړې چې په سيمه کې د هدفي وژنو په اړوند د پوليس د لوړ پوړو چارواکو نظر معلوم کړي، خو چارواکو ورته ځواب نه دی ويلی.

د 2018 په عامو انتخاباتو کې د قاري سمیع الدين سيال د پاکستان تحریک انصاف محمد اقبال وزير چې دا وخت د مرستو او بيا اباد کارۍ صوبايي وزیر دی، د قاري سميع الدين په وژنه يې افسوس څرګند کړی دی.

د سيمې خلک وخت په وخت په اقبال وزیر نيوکې کوي چې هغه د سيمې د خلکو منتخب استازی او صوبايي وزیر دی خو په علاقه کې په بدامنۍ او هدفي وژنو تل غلی پاتې شوی دی.

د نوموړي سره چې وي او اې ډيوه کله هم د رابطې او د هغه د نظر معلومولو هڅه يې کړې هغه د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې د يوت اف وزیرستان په نوم تنظيم او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو يو کال وروسته په کال 2015م کې د سيمې خلک چې بيرته ستانه شوي د 2018 پورې ډېرې هدفي وژنې نه کېدې خو له دغې وروسته بيا په سيمه کې د هدفي وژنو لړۍ پېل شوې او دعوه کوي چې تراوسه پورې نزدې 480 کسان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

د دوی په وېنا په هدفي وژنو کې ځايي مشران، سرکاري افسران او سياسي، مدني فعال په هدف کيږي.

خو په سيمه کې پوليس چارواکو بيا وخت په وخت ويلي چې دغلته د وژنو کېدونکې هره پېښه هدفي وژنه نه وي خلک په شخصي دښمنو کې وژنې کوي او بيا ورته د هدفي وژنو نوم ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG