لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوکراین: روسان د خپل پوځي یرغل آینده پړاوونو ته آمادګي نیسي


واشنګټن - روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځو سیمو کې نوې حملې پیل کړي او د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د اوکراین په جنوب کې د مایکولیف سټراټیجیک ښار په میزائیلو باندې وویشت.

د مایکولیف ښاروال/مېئر اولیکساندر سېنکویچ وویل چې د روسانو میزائیلې د هغه ښار په یوه صنعتي علاقه او د بنیادي اډانو په یو ځای لګېدلي دي چې د کښتۍ جوړولو یو اهم مرکز ګڼل کیږي. تر اوسه څرګنده شوې نده چې په دې حمله کې څومره کسان مړه او یا زخمیان شوي دي.

د روس پوځ وایي هغوی غواړي چې د رومانیا تر سرحده پورې، تورې بحیرې ته د اوکراین رسایي بنده کړي. په تېرو پنځو میاشتو کې اوکرایني ځواکونو د جګړې په دوران کې د روسي ځواکونو سره مقابله کړې ده او هغوی یې ندي پرېښودلي چې مایکولیف ښار ونیسي. دا ښار د تورې بحیرې (بحیره اسود) څنګ ته، او د روسانو د قبضې لاندې کریمیا جزیره نما او د اوکراین بندري ښار اوډېسې ترمنځ پروت دی.

د تېرو څو میاشتو راهیسي، روسیې هم په مایکولیف او هم په اودیسه ښار باندې وخت ناوخت د میزائیلو حملې کړي دي.

بل اړخ ته د برطانیې دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې روس د خرسون، ماریوپول، او زاپورېژژیا ښارونو ترمنځ خپل عسکر او پوځي ګاډي خوځوي او د میلېتوپول شاوخوا یې امنیتي ګامونه هم سخت کړي دي.

د روس دفاع وزیر سرګي شویګو د خالي/شنبې په ورځ د جګړې د محاذ کتنه کړې وه او روسي عسکرو ته یې امر کړی و چې په ټولو عملیاتي علاقو کې دې پوځي عملونه لا هم پسې تېز کړي.

د اوکراین د پوځي استخباراتو یو ترجمان واډیم سکیبیڅکي وویل چې روس د خپلو پوځي یرغلونو آینده پړاو ته آمادګي نیسي. که څه هم د مغربي ملکونو له خوا اوکراین ته د لېرې واټن وېشتونکو وسلو د جګړې په میدان کې اوکرایني ځواکونو سره مرسته کړې ده، مګر اوکراین وایي چې روسانو په دې وروستیو څو ورځو کې یو شمېر ښارونو باندې میزائیلونه ویشتي او لږ تر لږه څلوېښت کسان یې وژلي دي.

اوکراین یو لوی زراعتي ملک دی چې ډېره غله دانه برامد کوي، مګر اوس د جګړو په اور کې راګېر شوی او برامدات یې هم راکم شوي
اوکراین یو لوی زراعتي ملک دی چې ډېره غله دانه برامد کوي، مګر اوس د جګړو په اور کې راګېر شوی او برامدات یې هم راکم شوي

سکیبېڅکي زیاته کړه چې صرف د میزائیلو حملې ندي، بلکې د جنګ په کرښه کې سر تر سره ګوله بارۍ او د هلیکاپټرو حملې دوام لري.

د اوکراین دا باور دی چې روس غواړي په ډونېڅک سیمه کې د سلوویانسک ښار باندې چې د اوکرایني عسکرو په لاس کې دی او سېبمولیک ارزښت لري، حمله وکړي او د دې دپاره د خپلو عسکرو په برابرولو بوخت دي.

په همدې حال کې د اوکراین صدر پخپلو خلکو غږ کړی چې په مېډیا او سوشل مېډیا کې د دروغو خبرو او پروپګېنډاوو ښکار نشي. د هغه وینا ده چې د اوکراین اتحاد به په دروغو، یرولو، جعلي معلماتو یا سازشي نظریاتو مات نشي.

د یو بل خبر ترمخه د اوکراین د جوهري انرجۍ ادارې تور لګولی چې ګني د زاپورېژژیا په اېټمي بټۍ کې چې د یورپ د جوهري انرجۍ تر ټولو ستر مرکز ګڼل کیږي، روسانو هلته کې وسلې ذخیره کړي دي او د هغه ځایه په شاوخوا سیمو باندې ګوله بارۍ کوي.

د اوکراین د جوهري انرجۍ د ادارې مشر پټرو کوټین، په زاپورېژژیا اېټمي بټۍ کې حالات نهایت حساس یا د تناوه ډک وبلل او ویې ویل چې شاوخوا پنځه سوه روسي عسکر هغې اېټمي بټۍ کې ځای نیولی دی.

که څه هم په اوکراین کې جنګ دوام لري، مګر دواړو اړخونو ویلي چې د اوکراین د غله دانې په برامدانو باندې د لګېدلې محاصرې ختمولو باندې د اتفاق په خوا د پرمختګ نښې نښانې لیدل شوي دي.

ترکي چې د دې خبرو منځګړیتوب کوي، دا هفته وویل چې روس او اوکراین ممکن همدا هفته په دې اړه یو اتفاق ته سره ورسیږي.

د روس د دفاع وزارت ترجمان ویلي چې په دې برخه کې یو فاینل شوی دستاوېز هم آماده شوی او ډېر ژر به مکمله شي.

د اوکراین د غله دانې په ذخیرو کې په میلینونه ټنه غله دانه همداسې ګېر پاته ده، خو د اوکراین نه بهر په هغو ملکونو کې چې دا غله دانه ورته برامد کېدله، هلته د خوراکي موادو بیعې په بره ختلي دي. ملګري ملتونه هم په دې امید دي چې د اوکراین د غله دانې د برامداتو لاره خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG