لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب ضمني انتخابات: مسلم لیګ ن خپله ماته منلې او تحریک انصاف په نتیجو کې ګټونکی ښکاري


اسلام آباد - د پنجاب په ضمني ټاکنو کې داسې ښکاري چې د شلو چوکیو نه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ممکنه توګه د ۱۶ چوکیو د ګټولو سره لویه کامیابي ترلاسه کړې ده.

د ضمني ټاکنو د غیر سرکاري او غیررسمي نتیجو ترمخه، د پنجاب پر ۲۰ چوکیو باندې سیالي کې، تحریک انصاف ۱۶، مسلم لیګ نواز ډلې۳ او یوه چوکې ازاد کاندید ګټلې ده. دغه رنګه خپل د خوښې د اعلی وزیر ټاکلو د پاره د تحریک انصاف ډلې لاره اسانه شوې ده.

د پي ټي آئي یو رهنما اسد عمر د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل: "نن خلکو د جمهوري حق او د رایې په زور دا پیغام ورکړ چې غلامي نه منل کیږي."

اسد عمر زیاته کړه چې د ټاکنو د نتیجو په رڼا کې به د تحریک انصاف په مرکزي کمیټې کې مهمې پریکړې کیږې او دا چې په پنجاب کې د تحریک انصاف او د هغې ډلې د متحدینو حکومت جوړیږي او مسلم لیګ ق ډلې مشر پروېز الهي به د پنجاب اعلی وزير شي.

بل پلو ته مسلم لیګ نواز مشرانو د هیواد تر ټولو لویه صوبه کې خپله ماته منلې ده. د مسلم لیګ نواز ډلې مشرې مریم نواز د ټویټ د لارې ویلې، "مسلم ليګ ن بايد نتيجې په خلاص زړه ومني- د ولس د پرېکړې په وړاندې باید سر ټیټ شي. په سیاست کې تل بریا او ماتې وي. زړه باید لوی شي. په هرځای کې چې نیمګړتیاوې موجودي وي باید د هغو د پیژندلو او لرې کولو لپاره هڅې وشي."

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ملک احمد خان د جیو نیوز سره د خبرو پر مهال ویلې چې ګوند یې د تحریک انصاف منحرف غړو سره ضمنې ټاکنو کې برخه اخیستې وه چې د ماتې سبب یې وګرځیدو.

هغه وویل: "تحریک انصاف اوس په پنجاب کې حکومت جوړولی شي. موږ یو سیاسي ګوند یو، موږ یو فکر لرو چې موږ باید پیاوړي کړو او جوړجاړی ونه کړو."

د ځینو څیړونکو وینا ده چې پاکستان کې د کارکردګۍ نه بلکې د بیانیې په اساس ټاکنې ګټلی کیږي چې مثال ېې د پنجاب دغه ټاکنې هم دي.

جرنالسټ شاه زیب خانزاده وايي: "پنجاب کې ښکاریدو کې په کارکردګي او ګورننس باندې به ووټ کارول کیږي-خو داسې ښکاري چې څوک یوه بیانیه جوړه کړي اوس پر هغه بیانیې ووټ ورکول کیږي. د عمران خان بیانیه نیشنل سیکیورټې کمیټې او سپریم کورټ رد کړه خو ولس واخېسته."

څیړونکې د دغه ټاکنو د نتیجو اغیز پر وفاق هم وینې او په داسې حال کې په راتلونکو میاشتو کې د ټول ټاکنو امکان هم څرګندوي چې د ایتلافې حکومت سره د سیند نه علاوه په بله کومه صوبه کې حکومت نشته. او وايي په داسې حال کې چې هیواد د سیاسې او اقتصادې ستونزو سره مخ دی، عمران خان ته هم په کار دي چې د ګټې وروستو د ټولو ګوندونو سره په ګټه د هیواد اقتصادي او سیاسي ستونزو هوارولو ته غاړه کیږدي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د ټاکنو څخه وړاندې پر الیکشن کمیشن د یو طرفۍ تور لګولی وو او ویلي یې و که چېرې اسټیبلشمنټ لاسوهنه ونه کړي، نو ټاکنې به په اکثریت ګټي.

عمران خان د اپریل په میاشت کې د دوی پر ضد د بې باورۍ تحریک، د امریکه او مخالفو ګوندونو سازش ګرځولی وو او د ضمنې ټاکنو په مهال یې هم دغه بیانیه خپله کړې وه. البته امریکا او مخالفو ګوندونو وار په وار دغه تورنه رد کړي او د پاکستان پوځ هم ویلي چې د سیاست سره څه کار نه لري او دوی دې د سیاست څخه لېرې وساتل شي.

عمران خان په وروستیو کې دا خبره هم منلې وه چې د دوی حکومت کې هم د پوځ کردار وو او خپل د حکومت په وخت به یې پوځې اسټيبلشمنټ ته منتونه کول چې اتحادیان دې مهمو پریکړو په وخت پارلیمان ته راولي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG