لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سیمو کې د هدفي وژنو په سر د اسمبلۍ په غونډه کې په حکومت او رياستي ادارو نيوکې شوي


په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو په حکومت نيوکې کړي چې په صوبه او بيا په ځانګړې توګه پخوانۍ قبايلي سيمه کې امنيتي وضع نوره خرابه شوې، سياسي خلک په هدفي وژنو کې په نخښه کيږي حکومت ځان خاموشه کړی، خو صوبايي حکومت وايي پخوانۍ فاټا کې امنيتي ادارې د ترهګرو پرضد عملياتو کې بوخت دي او د تل پاتي امن دپاره قربانۍ ورکوي.

د صوبايي اسمبلۍ غونډې په مهال د مخالفو ګوندونو غړو وويل په تيرو څو مياشتو کې په خېبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو په پېښو کې ډيره تندي راغلې ده، د سياسي او ټولنيزو غړو په ګډون د پوليس او امنيتي ادارو اهلکار په نخښه شوي دي.

د شمالي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي مير کلام وزير وويل په وزيرستان کې د روزانه په بنياد هدفي وژنې روانې چې پکې د تنکي ځوانانو په ګډون د مذهبي سياسي ګوند مشران د نامعلومه کسانو لخوا په هدف کول کيږي.

نوموړي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په سيمه کې د کلکو امنيتي ګامونو باوجود د هدفي وژنو او بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړوي.

"مېن ايريا [مرکزي علاقه] د وزيرستان ميران شا او په خصوصي توګه په ميرعلي کې چې مير علي يو هوار تحصيل دی د وزيرستان يو لک 80000 ابادي لري په دې کې هره ورځ دا واقعات کېدل، د هاغه ځای نه تراوسه پورې هيڅ څوک ګرفتار نه شول نه اندازه و لګيده چې دا څوک دي د کومه راغلي دي نو بيا دا شکونه د خلکو په ذهن کې پېدا کيږي چې ايا دلته څه داسې کيسه ده چې دومره خلک وژل کيږي يو قاتل تراوسه پورې ګرفتار نه شو".

د جمعيت علمااسلام د شمېرو ترمخه د تيرو څو مياشتو راهسې په قبايلي ضلو شمالې وزيرستان او باجوړ کې يې د ګوند ځايي مشران په هدفي وژنو کې وژل شوي دي، او باجوړ کې د يادې ډلې د مشرانو د وژلو زمه واري داعش منلې وه.

د ياد ګوند د قبايلي سيمو مرستيال مشر مفتي اعجاز وايي، "په وروستيو کې په يوه اوونۍ کې په وزيرستان کې ملک مرتضا، قاري سميع الدين او مولانا نعمان په هدف کړی شو، له دې وړاندې په باجوړ کې مفتي بشير، مفتي شفيع الله، مفتي سلطان محمود او د هغه ورور قاري الياس او د ټول فاټا د انصاراسلام صوبايي سالار مولانا عبدالسلام په هدف کړی شوي دي".

مفتي اعجاز وايي، "د دغو وژنو زمه وار نه دي معلوم کړی شوي او دوی د دغو پېښو زمه وار حکومت ګڼي ځکه چې رياست په قبايلي سيمه کې ډېر غټ عمليات کړي دي اوس که داعش راځي او که هر څوک راځي نو زمه وار يې رياست او رياستي ادارې دي ځکه چې دوی د قبايلي سيمو پاکولو ويلي وو".

د جميعت علمااسلام ف ډلې د صوبايي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور هم د جميعت د مشرانو هدفي وژنو عندنه کړې او د حکومت نه يې په دې پېښو کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې ده.

خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت مشر وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته وويل، پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه جوړه شوې او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

‘‘حکومت لګيا دی زمونږ چې کومې سيکيورټي اداري دي هغه مسلسل لګيا دي اپريشنونه هم روان دي ځای په ځای، کوشش دا کوي چې کوم خلک چې امن و امان خرابول غواړي دهشتګردي خورول غواړې د هغي دپاره هغوي ډېري زياتي هلې ځلي کوي تاسو وګورۍ په سيکيورټي ادارو هم حملې کيږي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک وايي په پښتونخوا کې که يو لور ته په هدفي وژنو کې په ګڼ شمېر کې پښتانه وژل کيږي نو بل لور ته ناسمې امنيتي وضعې خلک د ذهني فشار ښکار کړي او معيشيت یې په ټپه ودرولی دی.

نوموړی وايي، "ډېر خطرناک صورتحال دی د هدفي وژنو په وجه کې مونږ وګورو يو طرف ته ډېر په لوی تعداد کې پښتانه ووژل شوی، بل تاوان يې دا دی چې د عدم تحفظ کوم ماحول دی په هغې کې کاروبارونه، اقتصاد، تجارتونه، روزګارونه او د ژوند معمولات په ټپه ولاړ دي د مايوسي ښکار دي خلک".

نوموړي زياته کړه هره ورځ مونږ ګورو چې هدفي وژنې روانې دي او حکومت تماشه کوي عدالت په هغي باندې څه نوټس نه اخلي پارليمان پرې خاموشه دی، انتظاميه داسې ښکاري چې امنيت يې زمه واري نه ده، تظاميه لګي د بې حسۍ مظاهره کوي د پاکستان ميډيا دغه پېښې نه په ګوته کوي.

په شمالي وزیرستان کې د يوت اف وزیرستان په نوم تنظيم او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو يو کال وروسته په کال 2015م کې د سيمې خلک چې بيرته ستانه شوي د 2018 پورې ډېرې هدفي وژنې نه کېدې خو له دغې وروسته بيا په سيمه کې د هدفي وژنو لړۍ پېل شوې او دعوه کوي چې تراوسه پورې نزدې 480 کسان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG