لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: پکتیکا او خوست کې زلزلې بیا 31 تنه ټپیان کړي‌ او لسګونه کورونه نړولي دي


واشنګټن ـــــ د افغانستان په پکتيکا ولايت د طالبانو چارواکي وايي، په برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې پرون يو ځل بيا زلزله راغلې چې له کبله یې 31 کسان ټپيان او لسګونه کورونه يې زيانمن کړي دي.

د امریکې د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، دغې زلزلې چې د رېکټر سکېل په کچه 5.1 درجه وه او لس کیلومیټره ژوروالی یې درلود، د افغانستان پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونه او د پاکستان د پښتونخوا صوبې ځینې سیمې ولړزولې.

په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر محمد امين حذیفه وايي، په ګيان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون 13 تنه او په زېړوک ولسوالۍ کې 18 تنه ټپيان شوي دي چې له خاورو خځلو را ایستل شوي او ‌ د علاج لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د دوشنبې- ګل په ورځ مازدیګر شاوخوا پینځه بجې د پکتیکا بېلابېلې سیمې یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې ولړزولې او په ګيان ولسوالۍ کې یې هغه کورونه نړولي چې د جون د مياشتې زلزلې زیانمن کړي وو.

د ګیانې ولسوالۍ یو اوسیدونکي مولوي نورجان وایي، خلک اندېښمن دي که پوښتنه يې ونه شي مجبوره دي په یو ځای له دې ولسوالۍ بل ځای ته کډې وکړي. نور جان مشال رېډیو ته ویلي:

"کومې لږ ابادۍ چې پاتې وې هغه هم له [پرون] ماسپښین وروسته زلزلې ړنګې کړې. که د خلکو پوښتنه ونه شي، نو ستونځې به يې نورې هم ډېرې شي، د اوبو نلکۍ يې بندې شوې، ویالې يې ړنګې شوې، کورونه يې ړنګ شوي دي او زخمیان ورسره دي. "

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر محمد امین حذیفه وايي، د جون له 22مې را وروسته په پکتيکا کې 30 ځله د زلزلې جټکې یا ټکانونه محسوس شوي دي.

حذیفه وایي د ګيان ولسوالۍ له پرون سهاره راهيسې تر ماسپښين پورې درې ځلې د زلزلې زورورو ټکانونو لړولې ده.

بل لور ته په خوست کې د طالبانو چارواکي وايي، د دوشنبې- ګل په ورځ په «سپېره» ولسوالۍ کې هم زلزلې اته تنه ټپيان کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د یو تازه رپوټ له مخې په پکتیکا ولایت کې د جون د میاشتې په زلزله کې 1,036 کسان مړه شوي، 2,949 ټپیان شوي او 4,500 کورونه ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG