لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې نن بيا د وزيراعلا انتخاب کيږي، په کروړونو روپو د ممبرانو اخستو تورونه


د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې نن د جمعې په ورځ[22 جولايۍ] يو ځل بيا د وزيراعلا د څوکۍ دپاره ټاکنې کيږي، د مسلم ليګ ن حمزه شهباز شريف او د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ د مسلم ليګ ق پروېز الهي د وزیراعلا امېدواران دي.

د پاکستان پنجاب صوبه کې هغه وخت د وزيراعلا په ټاکنه لانجه شورو شوه چې مخکني وزيراعظم عثمان بزدار په 28 مارچ استعفا ورکړه او بيا په 16م اپرېل حمزه شهباز د پروېز الهي په مقابله کې په پنجاب اسمبلۍ کې 197 ووټونه اخستي او وزيراعلی منتخب شوی وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د حمزه شهباز د ټاکنې په سر عدالت ته تللی او د لاهور هايکورټ هغه فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې پکې د لاهور هايکورټ هغه وخت د پنجاب وزیراعلا د انتخاب حکم کړی وو.

وروسته د پاکستان تحریک انصاف څخه 25 اوښتي غړي هم نااهله کړی شوي چې پکې 20 جنرل ممبران او پينځه په خصوصي سيټونو راغلي وو، په 17 جولايۍ بيا د پنجاب په دغو 20 څوکيو انتخابات شوي او نن بيا د وزیراعلا انتخاب کیږي.

د حمزه شهباز په لومړۍ ځل ټاکنه هم د عدالت په حکم شوې او هغه سوګند هم اخستی وو، او هغه وخت هم د هغه د ټاکنې په وخت اړی ګړی رامنځته شوی وو.

دا وخت هم پاکستان تحریک انصاف تور لګولی چې مسلم ليګ ن يې غړي په بيه اخلي او د تحریک انصاف يو غړي ته يې 40 کروړه روپۍ ورکړي او هغه د ملک نه بهر تللی دی.

بل لور ته مسلم ليګ ن هم دغه ډول تور لګوي چې تحريک انصاف او مسلم ليګ ق په کروړونو روپو د مسلم ليګ ن غړي اخلي.

مسلم لیګ ن او پاکستان تحریک انصاف دعوې کړي چې د اسمبلۍ خپل غړي يې په هوټلونو کې ساتلي چې نن په انتخاباتو کې برخه واخلي.

پاکستان تحریک انصاف دعوه کوي چې په هوټل کې ورسره 188 غړي دي.

پنجاب کې د تحریک انصاف ګوند خپل 178، د مسلم ليګ ن سره خپل 167 او مسلم ليګ ق سره 10 او پاکستان پيپلز پارټۍ سره اووه ممبران دي.

د وزیراعلا د انتخاب دپاره 186 ووټونه يا رايې پکار دي.

د مارچ په میاشت کې د بزدار د تلو وروسته په پنجاب کې سياسي بحران روان دی.

څیړونکي وايي دغه سياسي بحران ملک ته يو غټ چېلنج جوړ شوی او اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د معاشي بې ثباتۍ غټ علت سیاسي بې ثباتي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG