لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:پوځ وایي عملیاتو کې شپږ ترهګر اؤ یو پوځي سرتیری وژل شوي دي


دپاکستان پوځ وایي دبلوچستان ایالت په کیچ ضلعه کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې پکې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ دترهګرو په ډزو کې یو پوځي حوالدار هم وژل شوی دی.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات تېره ورځ د کیچ ضلعې په هوشاب سیمه کې ترسره کړي چې پکې یې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه د سولو اؤ چاودیدونکو توکو یوه ستره ذخیره هم ترلاسه کړې ده.

خو پوځ پخپل بیان کې نه دي ویلي چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دکومې وسله والې ډلې سره دی.

پوځ په دغه عملیاتو کې د وژل شوي حوالدار پېژندګلو د هدایت الله په نوم کړې ده .

دا په داس حال کې ده چې په دې وروستیو کې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ د روانې جولایي میاشتې په ۱۲مه نېټه د شپې ناوخته دبلوچستان د زيارت د ورچوم په سیمه کې د کوټې د ډي ایچ ای (ډیفنس هاؤسنگ اتھارټي) یو افسر لیفټیننټ کرنل لایق بېګ مرزا او دده د تره زوې عمر جاوید نامعلومو وسله والو تښتولي وؤ چې وروسته بیا د دواړو مړي وموندی شول.

دهغوئ د وژنې ذمه واري بیلتون خوښې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي پغاړه اخستې وه.

تر دغې پېښې رامنځته کیدو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کې عملیات کړي وؤ چې پکې یې دنهو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه خو دسیمې خلکو اؤ سیاسي فعالینو دپوځ دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ پوځ له کورونو عام پورته کړي کسان وژلي دي.

ددغه پېښې پرضد دسیمې دخلکو اؤ دبلوچستان نیشنل ګوند دسخت احتجاج نه وروسته تیره ورځ دبلوچستان صوبایي حکومت دپېښې دپلټنو لپاره دهایکورټ دیو جج په مشرۍ قضایي کمیشن جوړ کړی دی چې ټاکل شوې ده د پلټنو نه وروسته به خپل رپورټ حکومت ته وړاندې کوي.

د زیارت په ورځ د پاکستان دکورنیو چارو د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته ویل شوې دي چې سږکال وړومبیو شپږو میاشتو کښې د پاکستان دننه دترهه ګرۍ 434 پیښې رپورټ شوې دي اؤ په دې کښې په مجموعي توګه 323 کسان وژل شوې دي چې پکښې 188 امنیتي مامورین اؤ 135 عام وګړي وو.

دکورنیو چارو د وزارت وایي چې تر ټولو زیاتې 247 دترهه ګرۍ پیښې خیبر پښتونخوا صوبه کښې شوې دي اؤ په دې کې د امنیتي سرتېرو اؤ عامو خلکو په ګډون 223 تنان وژل شوي دي.

د وزارت لخوا پارلیمان ته د ورکړل شوؤ معلوماتو په اساس په دویم نمبر تر ټولو زیاتې د ترهه ګرۍ پیښې بلوچستان صوبه کښې شوې دي.

بلوچستان کې چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو،داعش اؤ یا هم تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده خو تحریک طالبان چې دکله نه حکومت سره د اوربند اعلان کړی نو دترهګرۍ دکومې پېښې پړه یې پغاړه نه ده اخستې.

څېړونکی اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی افسر لیفټینټ جنرل ر طلعت مسعود پاکستان کښې دترهګرو لخوا د سیوا شوؤ بریدونو ېوه وجه په افغانستان کښې د طالبانو دحکومت رامتځته کیدل ښودلي او وي او ای ډیوه ته یې ویلي چې پاکستان کښې دکمزوری حکومت اؤ ریاست لخوا د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک‌طالبان سره دمذاکراتو له وجې هم دې تنظیم ته ډاډ ترلاسه شوی دی.

طلعت مسعود وایي د پاکستان ریاست ته تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرت نه دي کول پکار ځکه چې دوي د بې ګناه خلکو قاتلان دي اؤ تګلارې یې هم داسې نه دي چې ورسره خبرې وشي.

هغه وایي د خبرو پرځائ د تحریک طالبان پرضد کوټلي عملیات پکار دي چې وجود یې ختم شي.

د پاکستان حکومت مني چې تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د ریاست مذاکرات روان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG