لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او اوکراین په یو بل تور لګولی چې په بندیانو یې بریدونه کړي


واشنګټن – په لسګونو اوکرایني جنکي بندیان د اوکراین په ختیځ کې په یو راکټي برید کې وژل شوي.

روس او اوکراین د جمعې په ورځ په یو او بل تور پورې کړی چې دا برید مقابل لوري کړی خو یوه ادعا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د روس دفاع وزارت ویلي، چې ۴۰ بندیان وژل شوي او ۷۵ نور په دغه زندان برید کې چې په ډونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمه کې شوی ژوبل شوي هم دي.

د روسي بیلتون غوښتونکو یو ویاند د وژل شویو بندیانو شمېر ۵۳ یادوي او کیېف باندې تور لګوي چې په دغه زندان باندې یې په امریکايي حمارس (HIMARS) راکټونو باندې برید کړی.

د اوکراین وسلوالو ځواکونو ویلي، دا برید دوی نه دی ترسره کړی بلکه روسانو پرې راکټي برید کړی تر څو په دې توګه له زندانیانو سره خپل ناوړه چلند پټ کړي.

د روس دفاع وزارت ویاند دا برید پارونکی بللی او وايي، د دې لپاره شوی چې اوکرایني سرتیري له تسلمیدو څخه منعه کړي.

د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، د روس ادعاوې د معلوماتي جګړې یوه برخه ده چې غواړي اوکرایني وسلوال ځواکونه په ملکي‌ ودانیو او عامو خلکو باندې په بمباریو تورن کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا ویلي، روس جنګي جرم ترسره کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې د روس دا کړنه رد کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جمعې په ورځ د برید ځای ته د ورتګ غوښتنه کړې تر څو ټپیان ورڅخه وباسي.

په یوې جلا پېښه کې اوکراین ویلي، تورې بحیري سره په جنوب لویدیځې مایکولیېف ښار کې د روسانو په یو راکټي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.

تر اوسه پورې روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین د ودانیو وزیر اولیکزاندر کوبریکوف ویلي، چې هېواد یې تیار دی چې د ملګروملتونو په منځګړیتوب د شوي تړون له مخې، له جنوبي بندرونو څخه د غلو دانو صادرات بېرته پیل کړي خو د دې لپاره یې کومه ځانګړې نېټه په ډاګه نه کړه.

روس او اوکراین تېره اونۍ په دې موافقه کړې چې د تورې بحیرې له سمندري بندرونو څخه به د غلو صادرات پیلوي کوم چې د روس د یرغل راهیسې په ټپه ولاړ وو.‌

په اوکراین کې د غلو دانو د صادراتو له درېدو سره په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د جمعې په ورځ د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په ټیلیفون باندې ددغه تړون د عملي کېدو پر ارزښت باندې خبرې کړي.

بلنکن همدارنګه د هغو پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی چې که ماسکو له ځان سره د اوکراین ختیځې او جنوبي برخې یوځای کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG