لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر دوست مزاري دبې باورۍ دتحریک له لارې خپلې څوکۍ نه لرې کړی شو


دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې دصوبایي اسمبلۍ مرستیال سپیکر دوست مزاري دبې باورۍ دتحریک دلارې دخپلې څوکۍ نه لرې کړل شوی دی .

په عین حال کې دپي ټي ایي کاندید سبطین خان دپنجاب اسمبلۍ نوی سپیکر ټاکلی شوی دی اؤ هغه دخپلې ټاکنې نه سمدستي وروسته د ډپټي‌ سپیکر پرضد دبې باورۍ په تحریک داسمبلۍ دننه د رایې اچونې عمل پیل کړی ؤ.

دپي ټي ایي په ټکټ اسمبلۍ ته رسیدلي ډپټي سپیکر دوست مزاري باندې په دې وروستیو کې دخپل ګوند له لوري د وفادارۍ بدلولو اؤ مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز سره دلارې جوړولو تورونه لګول شوي وؤ اؤ تحریک انصاف دهغه پرضد دبې باورۍ تحریک په صوبایي اسمبلۍ کې جمع کړی ؤ.

دجمعې په ورځ د ډپټي سپیکر دوست مزاري پرضد دباورۍ په تحریک دپنجاب اسمبلۍ غړو خپلې رایې ورکړي دي چې پکې دهغه پرضد دبې باورۍ 186 رایې ورکړل شوي اؤ دغسې نوموړی دخپلې څوکۍ نه لرې کړل شوی دی.

دوست مزاري په دې وروستیو کې دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې په مهال دقایمقام سپیکر ذمه وارۍ ترسره کړې وې اؤ د پي ټي ایي داتحادي ګوند مسلم لیګ(ق) لخوا چوهدري پرویز الهی ته ورکړل شوې هغه لس رایې یې ناچله ګرځولې وې چې ددغه ګوند دمشر چوهدري شجاعت د هدایاتو برعکس اچول شوې وې.

د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره دپي‌ ټي ایي د امیدوار چوهدري پرویز الهي په مقابله کې ډيټي سپیکر دوست مزاري دمسلم لیګ نواز ګوند امیدوار شهباز شریف کامیاب ګرځولی ؤ خو چوهدري پرویز الهي بیا وروسته دا قضیه سپریم کورټ ته یوړه اؤ سپریم کورټ د ډپټي سپیکر دفیصلې په غیر اییني ګرځولو سره چوهدري پرویز الهي دپنجاب د وزیراعلا په توګه اعلان کړو.

بل لوري ته دچوهدري پرویز الهي په وزیراعلا جوړیدو دهغه دسپیکر په خوشې شوې چوکۍ هم پرون پنجاب اسمبلۍ کې ووټونه شوي چې پکې دپي‌ ټي ایي‌ امیدوار سبطین خان د 185 ووټونو په اخستو دپنجاب اسمبلۍ نوی سپیکر ټاکل شوی دی.

دسبطین خان مقابله کې د مسلم لیګ نواز ګوند امیدوار سیف الملوک کهوکر 175 رایې ترلاسه کړي اؤ په دغه مقابله کې پاتې راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG