لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: عملياتو کې يو پوځي او يو ترهګر وژل شوي، پرون په وزیرستان کې احتجاجونه هم شوي


Pakistan Security forces

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې يې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات کړي دي، په عملياتو کې يو ترهګر وژل شوی، او د ډزو به تبادله کې يو پوځي هم وژل شو دی.

بل لور ته پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په ټول شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ پرضد احتجاجونه شوي او احتجاجا کاروبارونه او غټ سړکونه تړل شوي وو.

د پاکستان د سرکاري ميډيا [رېډيو پاکستان] د خبر ترمخه پوځ پرون په څلورم اګست ویلي، دغه عملیات د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې ترسره شوي دي.

ويل شوي استخباراتي اطلاع وه چې په سيمه کې ترهګر موجود دي، بيا په علاقه کې پوځ عمليات کړي دي او يو ترهګر يې وژلی دی او د وژل شوي ترهګر د ولقې نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده.

پوځ ویلي د ترهګرو سره په ځوابي ډزو کې يو پوځي انصار علي وژل شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې په سيمه کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد د تیرو 18 ورځو راهیسې احتجاجي پرلت روان دی.

پرون بيا په ټول وزیرستان کې خلک په سړکونو راوتلي کاروبارونه او سړکونه يې د څو ساعتونو دپاره احتجاجا بند کړي وو.

دوه ورځې وړاندې د دغو احتجاج کوونکو سره په علاقه کې د پوځ مشرانو مذاکرات کړي خو دغه مذاکرات ناکامه شوي وو.

احتحاج کوونکو ويلي وو دوی په علاقه کې د تل پاتې امن غوښتنه کوي او که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځایې کولی شي.

په شمالي وزیرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي او دوه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر په خپله هم دغه خبره منلې وه.

د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان د خبري غونډې پر مهال ويلي وو، په وزيرستان کې له تېرو درېو مياشتو راهيسې هدفي وژنې او دناکرارۍ پیښې زياتې شوي دي.

هغه ویلي وو په کال 2022 کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې دې پیښو زیاتره میر علي سیمه متاثره کړې ده.

د نوموړي په خبره، په تیرو درېو میاشتو کې دپاکستاني پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې 105 ترهګر وژل شوي او 204 ترهګر او د هغوی همکاران نیول شوي دي او د عملیاتو پرمهال 42 پولیسو او پوځي عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG