لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په سیمه کې د امن دپاره په 23م ورځ احتجاج روان دی


شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت
شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد د اتمازو قامی پرلت نن په 23م ورځ دوام لري او په عېن حال کې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ د لکي مروت او بنو سیمو مشرانو په منځګړيتوب خبرې هم روانې دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي دفتر چارواکي وایي تیره ورځ د لکي مروت او بنو سیمو د مشرانو جرګه د احتجاج کوونکو سره خبرو د پاره لیږلې چې په دې مذاکراتي جرګه کې ملک نعیم خان، مولانا سمیع الله مجاهد، ملک اسلم خان مشر مروت قومي جرګې، اختر منیر خان مروت، ملک میرشاه محمد، فریدالله خان پخوانی ناظم لکی مروت، ملک شیر باز خان او نور مخور مشران شامل دي.

د دوی په وینا دا د حکومت نماینده جرګه ده او چې څه پریکړه وکړي هغه به عملي کوي.

په شمالي وزیرستان کې دا قامي پرلت وروسته له هغې پېل شوې چې د ضرب عضب عملیاتو وروستو د هدفي وژنو پیښې سیوا شوې او دوی په علاقه کې د امن پرځایې کولو غوښتنه کوي.

احتجاجي کوونکي وایي دې قامې جرګې ته ښه راغلاست وایي او خبرې يې پیل کړې خو احتجاج به روان وي او د ضلعې ټول سړکونه او کاروباري مرکزونه یې د احتجاج په توګه تړلي دي.

احتجاج کوونکو سره دې نه وړاندې د انتظامیه او په سیمه کې د پوځي مشرانو د مزاکراتو څو پړاونه شوي خو ناکامه شوي دي.

شمالي وزیرستان د اتمانزو د قامي جرګې مشر ملک ربنواز وایي نن د هدفي وژنو او ناامنۍ په ضد د اتمانزو قامي لاريون 23مه ورځ ده.

هغه وویل باید دا مشران د حکومت او اتمانزو ترمنځ د منځګړیتوب کردار ولوبوي، خو د دوی دا غو ښتنه په ځایې ده چې د خلکو د ژوند او مال ساتنې د پاره دې په علاقه کې د تل پاتې امن ضمانت ورکړل شي.

هغه ویلي د ضرب عضب عملیاتو پرمهال یې د امن په خاطر خپل د نیکونو وطن پریښې او پينځه کاله د کډوالۍ ژوند تیرولو وروسته د حکومت په غوښتنه واپس شوي چې دوی ته په علاقه کې دامن باور ورکړل شوی وو.

هغه زیاته کړه په علاقه کې د ناامنۍ سره مخ دي چې پکې یې سر، مال او کاروبار محفوظ نه دي.

د جرګې یو بل غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر ملک جان محمد داوړ وایي حکومت د مذاکراتو په برخه کې سنجیده نه دی او د مذاکراتو ترڅنګ به احتجاج ته دوام ورکوي.

هغه وویل د دوی د امن غوښتنه ايیني او قانوني ده خو په حکومتي کچه د دوی دا د امن غوښتنه نه منل کیږي.

او اتماتزو ته وویل کیږي چې د وسله پرضد لښکر جوړ کړې یا یې حکومت ته په ګوته کړې چې پرضد یې کاروایي وکړي.

هغه زیاته کړه د علاقې په صوبه کې شاملې کړی شوې زوړ د ایف سي ار نظام ختم شوی او دا د ریاستي ادارو زمه واري ده چې دغلته امن پرځایې کړي ځکه یې په قامي کڅه احتجاج پېل کړی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات کړي او دا سیمې یې د وسله والو څخه د پاکولو دعوه کړي

په دې ورستیو کې خبري غونډې ته د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ډي پي او فرحان خان ويلي چې پوليس او ادارې د امن لپاره سخت ګامونه اخلي نو خلک دې هم د امن په راوستو کې د حکومت ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG