لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "آسیان" ملکونو خارجه وزیرانو کلنۍ ناسته پای ته ورسېده


واشنګټن - د جنوب ختیځو آسیایي ملکونو د تنظیم (آسیان) د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ ناسته د کمبوډیا په پایتخت پنوم پن کې پای ته ورسېده. د دې غونډې برخه والو د چین په جنوبي بحیره کې د امن مطالبه وکړه، د میانمر پوځي واکمنانو ته یې خبردارۍ ورکړې، او په داسې منصوبو یې اتفاق وکړ چې د کرونا وبا د لاسه سخت زیانمن شويو ملکونو سره د اقتصاد په بحاله کولو کې مرسته وشي.

د قریب څلوېښتو ملکونو خارجه وزیران او استازي په سرښار پنوم پن کې د آسیان کلنۍ غونډې دپاره راغونډ شوي و چې د دې تنظیم د لسو ملکونو نه د نهو ملکونو د خارجه وزیرانو سره یې خبرې وکړي.

په ناسته کې د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن، د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف، او د چین خارجه وزیر وانګ یي هم شامل و، مګر ټایوان ته په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د کانګرس سپیکرې نانسي پېلوسي سفر، د آسیان په ملاقانونو سیوری اچولی و.

د آسیان د سږکال په دې غونډه کې د میانمار (برما) ځای خالي و، ځکه په برما کې چې پوځ د کودېتا د لارې تېر کال واک اختیار ته ورسېد، او بیا په تېر جولائي کې پوځ هلته څلور جمهوریت پلوه فعالان اعدام کړل، پس د هغه د جنوب ختيځو آسیایي ملکونو د تنظیم (آسیان) په ناستو کې د میانمار په برخه اخېستو پابندي ولګېده.

د کمبوډیا خارجه وزیر پراک ساکهوم چې د آسیان د سږکال ناستې کوربه و، وویل چې د میانمار په وړاندې رویو کې ډېر بدلون راغلی او د هغه ملک پوځي نظام په دې کې ناکامه شوی چې د آسیا د جنوب ختیځو هېوادنو ترمنځ اعتبار ترلاسه کړي.

ټایوان

ټایوان ته د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پېلوسي د سفر په عکس العمل کې، چین د ټایوان خیتځ اړخ ته پوځي سیمه اعلان کړه، او د پوځي مشق په نوم یې راکټونه وتوغول. په پنوم پن کې، د چین خارجه وزیر وانګ یي، د جاپان سره خبرې لغوه کړې او د یوې مېلمستیا نه هم بهر ووت.

د آسیان غونډې په یوې اعلامیې کې وویل شول چې ضروري ده د سمندري قوانینو په اړه د ملګرو ملتونو کنوېنشن ته درناوی وشي، خو چین د کله نه چې په ۲۰۱۶ کال کې د فلیپین په وړاندې یوه عدالتي مقدمه وبایلله، د ملګرو ملتونو دا کنوېنشن نه تسلیموي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن خبریالانو ته وویل چې د چین له اړخه عکس العمل، زیاده روي وه او د امریکا پوځي طیاره وړونکي جهازونه به د آمادګۍ په حال کې پاته وي. هغه زیاته کړه چې امریکا به د ټایوان په آبنا کې د موجوده حالت د ساتلو ملاتړی پاته شي او په انډوپاسفیک خطه کې به مستحکم او ذمه وار پاته وي.

د آسیان د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کې دا هم ویلی شوي چې ضروري ده په هغو ملکونو کې چې د کرونا عالمي وبا له امله یې اقتصادونه سخت ځپل شوي دي، هلته کې د صحت نظامونه پیاوړي کړی شي او اقتصاد ته بېرته وده ورکړل شي چې په دې کې د سپلائي چېن قوي کول، د ښځو دپاره د روزګارونو پیدا کول، او د موسمي بدلون سره د مقابلې دپاره ګامونه اخېستل هم شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د آسیان ملکونو بله غونډه به آینده نوامبر میاشت کې جوړه شي او دا به کتل وي چې د آسیا جنوب ختیځو ملکونو مشران به د میانمر په وړاندې د څه ګامونو اعلان کوي او د خارجه وزیرانو د مشترکې اعلامیې د کومو سپارښتنو عملي ملاتړ به څرګندوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG