لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کوشش کوي چې د اسرائیل او د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې ترمنځ ډزبندي وشي


واشنګټن - مصر په دې هڅه لګیا دی چې په غزه کې د اسرائیل او د تندلارې فلسطینۍ اسلامي جهاد ډلې ترمنځ عارضي جنګ بندي راولي.

ځیني چارواکي چې د مصر په منځګړیتوب د ډزبندۍ د هڅو نه باخبره دي، رسنیو ته ویلي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی او دا امید پیدا شوی چې د ګل/دوشنبې په ورځ به ډزبندي وشي، خو په سیمه ییز وخت د شپې تر نهو بجو پورې په ډزبندۍ کوم اتفاق نه و شوی.

د غزې د صحت چارواکو وینا ده چې د اسرائیل په هوایي بمباریو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي چې په کې شپږ تنه یې ماشومان و او د زخمیانو شمېر ۳۱۱ ته رسېدلی دی. اسرائیل وایي، لږ تر لږه د نهو تنو د مرګ ذمه واري د دوی په غاړه نده. بل اړخ ته فلسطینیانو د جمعې ورځې راهیسي شاوخوا ۶۰۰ راکټونه د اسرائیل په طرف توغولي دي.

اسرائیل اندازه لګوي چې د دوی په پوځي حملو کې، شاوخوا پنځلس (۱۵) سختدریځي وژل شوي دي.

دا روان تشدد پس د هغه پیل شو چې تېره هفته اسرائیل د اسلامي جهاد ډلې یو جګپوړی غړی ګرفتاره کړ او بیا یو ۱۷ کلن فلسطینی ووژل شو. د اسلامي جهاد ډله چې مرکز یې په غزه کې دی، د انتقام اخېستو خبرداری ورکړ.

د جمعې په ورځ اسرائیل په غزه باندې پیشګیرانه حمله شروع کړه او د اسلامي جهاد ډلې یو کمانډر یې وواژه. د هغه حملې راوروسته، اسلامي جهاد ډلې شاوخوا ۶۰۰ میزائیله د اسرائیل په طرف توغولي دي چې اکثره یې د اسرائیل د آئیرن ډوم یا وسپنیزې ګومبذې په سیسټم په فضا کې ویشتل شوي دي.

په غزه کې د صحت چارواکي وایي چې د اسرائیلي ځواکونو په بمباریو کې لږ ترلږه ۳۶ کسان، به شمول د شپږو ماشومانو وژلی شوي دي.

اسرائیل لږ تر لږه د نهو کسانو د وژلو ذمه واري نه مني او وایي چې د اسلامي جهاد ډلې له اړخه ویشتل شوی یو راکټ لنډ په خپله غزه کې رالوېدلی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د اسرائیل نګران وزیراعظم یایر لاپېډ د دفاع وزیر او د پوځ د سرلښکر سره ملاقات کې ویلي چې د دوی په حمله کې د اسلامي جهاد ډلې د یو جګپوړي کمانډر وژل کېدل "یوه غیرمعمولي لاس ته راوړنه ده."

یایر یو تجربه کاره ډېپلوماټ دی، مګر دا یې اول ځل دی چې د ده په مشرۍ ځواکونه په یوه جګړه کې ښکېل کیږي. یایر لاپېډ په داسې وخت کې په غزه باندې د حملې امر وکړ چې د اسرائیل عمومي ټاکنو یا انتخاباتو ته د درېیو میاشتو نه کم وخت پاته دی او یایر کوشش کوي چې په دې انتخاباتو کې خپله عهده د لاسه ورنکړي.

هغه اسرائیلي وګړي چې د غزه تړانګې ته څېرمه ژوند کوي، درې ورځې یې په خوندي پناه ګاهو کې تېرې کړي ډي. د هغو د ډلې نه یوه هم ادیل ریمر ده چې د غزې د سرحد نه یو کلومټر لېرې، په نیرم سیمه کې اوسیږي.

ادیل وایي: "بهر ته وتل ډېره ېروونکې خبره ده...دلته کې ژوند کول داسې دي چې ورسره عادت اخیستلی نشې، هېڅ څوک ورسره عادت کېدلی نشي داسې شیانو سره، خو مونږ پوهېږو چې څنګه ورسره وچلېږو."

د اسلامي جهاد ډلې یو ترجمان وایي، دغه سختدریځه ډله اوس هم په ډېره اندازه ګوله بارود لري او د دوی له اړخه به اسرائیل طرف ته د راکټونو توغېدل دوام پیدا کړي. د اتوار/یکشنبې په ورځ، لسګونه راکټونه وتوغول شول چې په دې کې ځیني یې د یورشلیم په شاوخوا سیمو او د اسرائیل په جنوبي ښار، بېرشیبه وویشتل شول.

د جنرال ایټان ډانګوټ په شان ځیني اسرائیلي څېړونکي وایي چې شخړه اوس مهال یو څه محدوده کړی شوې ده، خو که په غزه باندې واکمن د حماس اسلامي تحریک هم په شخړه کې راګډ شي، نو بیا حالات د قابو نه وتلی شي.

جنرال ایټان وویل: "د اسرائیل د نظره، حماس ډله د دې شخړې نه بهر ده. البته چې مونږ د غزه د آباتۍ سره – چې د دوه میلینه خلکو نه زیاته ده – څه مسئله نلرو."

څېړونکي وایي داسې ښکاري چې حماس د یوې ډزبندۍ طرفداره ده او نه غواړي چې په جګړه کې شامله کړی شي.

په ورته وخت کې چین، فرانس، اېرلېنډ، ناروې، او متحده عربي اماراتو غوښتنه کړې ده چې د ګل/دوشنبې په ورځ دې د غزې د وروستیو پېښو په حوالې سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سیکیوریټي کونسل غونډه د بندو دروازو ترشا جوړه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG