لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصر په یو چرچ کې د اورلګېدنې له امله لسګونه تنه مړه شوي دي


د مصر په جیزه ښار کې په یو چرچ/کلیسا کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۴۱ تنه مړه او ۴۵ نور زخمیان شوي دي.

د مصر دوو امنیتي سرچینو رائټرز خبري ادارې ته ویلي، اور نن د اتوار/یکشنبې [اګسټ ۱۴مې) په سهار هغه وخت ولګېد چې د امبابه محلې په ابوسیفین نومي قبطي چرچ کې پنځه زره کسان دعا ته راټول و او د بجلۍ یو مزی پرې شو.

د اور لګېدو له امله د چرچ د دروازې لاره بنده شوه او په نتیجه کې یې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ځینې کسان د پښو لاندې شول. ذرائعو ویلي چې په مړو شوو کسانو کې اکثره یې ماشومان دي.

په چرچ کې یو عبادت کوونکي، یاسر منیر وویل: "خلک په درېیم او څلورم پوړ کې راغونډ شوي و، او مونږ ولیدل چې د دویم پوړ نه لوګی راووزي. خلکو په وارخطایی په زینو کې لاندې منډه کړه، او په یو بل باندې ولوېدل. بیا مو یو لوی آواز واورېد او لمبې مو ولېدلې چې د کړکیو راووتلې."

یاسر وایي هغه او لور یې په اول منزل کې و او وتوانېده چې دواړه یې سلامت راووځي.

په مصر کې د بجلۍ د امله دغسې اورلګېدنې پخوا هم لیدلی شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې، د کروناوبا د مریضانو په یو هسپتال کې هم همداسې یوه اورلګېدنه شوې وه چې په کې لږ تر لږه اووه تنه مړه او څو تنه نور زخمیان شوي و.

جیزه چې د مصر دویم ستر ښار ګڼل کیږي، سرښار قاهرې ته نږدې د نیل رود په غاړه آبات دی.

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي په یو ټویټ کې، د نن ورځې د اورلګېدنې زیانمنو کسانو او کورنیو سره غمشریکي ښودلې ده.

د مصر لږکي عیساییان اکثره قبطیان دي چې د ډېر پخوا راهیسي هلته کې آبات دي او ځان ته چرچونه/کلیساګانې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG