لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ۷۵مه کلیزه: د امریکې سره یې تعلقات څنګه پاته شوي؟


(وي او اې - اردو سروس/واشنګټن) - پاکستان او امریکا د تېرو ۷۵ کلونو راهیسي یو د بل اتحادیان پاته شوي او په دې لړ کې، امریکا د هند او پاکستان ترمنځ شخړو کې تر یوه حده پورې د ثالث یا منځګړي کردار هم ادا کړی دی. د پاکستان د جوړېدو نه پس چې د امریکا او پاکستان ترمنځ هغه اولني د جوش ډک تعلقات پیل شول، هغو کې بیا څنګه او څه وخت تناو پیدا شو؟ په دې لیکنه کې د همدې پوښتنې د جواب موندلو کوشش شوی دی.

کله چې د ۱۹۴۷ کال د اګسټ په ۱۴مه پاکستان جوړ شو، نو امریکا یو د هغو ملکونو څخه و چې دا نوی هېواد یې سمدستي په رسمیت وپېژانده او د اګسټ په ۱۵مه د امریکا د هغه وخت صدر هیري ټرومېن د پاکستان باني محمد علي جناح ته د مبارکۍ پیغام هم ولېږلو.

د جنګ سرد په دوران کې هم پاکستان سمدستي د امریکا اتحادي جوړ شو. په ۱۹۵۰ لسیزه کې په سېټو او سېنټو تنظیمونو کې د پاکستان شمولیت، د دوو ملکونو ترمنځ د بهتره تعلقاتو د پیل ترجماني کوي.

پاکستان ته د امریکايي صدرانو سفرونه

د ۱۹۵۹ په ډسمبر کې، یعنې د پاکستان د جوړېدو نه ۱۲ کاله پس، آئېزنهاور د امریکې اولنی صدر و چې د پاکستان دوره یې وکړه.

د ۱۹۶۷ په ډسمبر کې د امریکې صدر لېنډن جانسن د پاکستان صدر ایوب خان سره د ملاقات دپاره کراچي ښار ته ولاړ.

د ۱۹۶۹ کال په اګسټ کې صدر رېچرډ نېکسن په یوه سرکاري دوره کې لاهور ته ولاړ او هلته یې صدر یحیی خان سره ملاقات وکړ.

د ۲۰۰۰ کال په مارچ کې امریکني صدر بل کلېنټن د صدر تارړ او جنرل پروېز مشرف د لیدو دپاره سرښار اسلام آباد ته ولاړ.

جارج بوش د امریکې هغه آخرېنی صدر و چې د ۲۰۰۶ کال په مارچ میاشت کې یې د پاکستان دوره وکړه.

د پاکستان او امریکې په تعلقاتو کې د تناو بنیادي وجه څه ده؟

په دې حوالې سره پخوانۍ سفارتکارې ټریسټا شیفر د وي او اې سره خبرو کې ویلي چې په ۱۹۶۵ کې کله چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانجې په سر جګړه وشوه، نو امریکې دواړو ملکونو باندې پوځي امدادونه بند کړل، چې په هند یې ډېر اثر ونه کړ مګر د پاکستان دپاره دا پوځي امدادونه ډېر اهم ګڼل کېدل.

د پاکستان د جوړېدو وروستو، امریکا هم پاکستان او هم هند ته پوځي مرستې ورکولې. ټرېسټا شېفر چې په پاکستان، سري لنکا، او بنګله دېش کې یې د سفارتکارۍ عهدې درلودې، دا هم وایي دا کوم اتفاق نه و چې په هماغه وخت کې د چین او پاکستان تعلقات هم جوړ شول.

د شېفر په باور، دا د پاکستان عکس العمل و، ځکه پاکستان داسې وګڼله چې ګني امریکې ورسره ښه سلوک ندی کړی.

د بنګله دېش د جوړېدو په تناظر کې تعلقات

د ۱۹۷۱ کال په مارچ میاشت کې مشرقي پاکستان د ملک نه د جدا کېدو په درشل کې و چې هند او پاکستان یو ځل بیا د جګړې په میدان کې یو د بل سره مقابل شول.

پاکستان یو ځل بیا د امداد اخیستو دپاره د امید سترګې امریکا ته ورواړولې. اکبر احمد چې اوس په واشنګټن ډي سي کې د امریکن یونیورسېټۍ پروفېسر دی، په هغه دوران کې د پاکستان د حکومت له اړخه په دهاکه کې نائب چیف سېکرېټري ټاکل شوی و. پروفېسر اکبر احمد د وایس آف امریکه سره خبرو کې وویل چې هغه دوران، د امریکې او پاکستان تعلقات ښه و، نو د پاکستان دا امید و چې د هند خلاف به، امریکا خپل نیوي یا جنګي جهاز په پاکستان خرڅ کړي او هغه وخت دا خبره ډېره یادېدله چې طیاره وړونکی جهاز یا ائیرکرافټ کېرئیر د بنګله په طرف تللی دی، خو آخره کې هغه جهاز رانغی.

اکبر احمد وایي، له دې امله د پاکستان انتظامیه مایوسه شوله. د ۱۹۷۱ په مارچ میاشت کې چې په سیاسي بنیادونو څه اړی ګړی پیل شوی و، هغه وخت ختم شو چې پاکستاني پوځیانو په مشرقي پاکستان کې هندیانو ته خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې او د هماغه کال په ۱۶ ډسمبر کې بنګله دېش هېواد جوړ شو.

آیا پاکستان د امریکا د باور وړ اتحادي پاته شوی؟

په دې برخه کې اکثره څېړنکاران، د جنګ سرد په دوران کې د سویټ یونین/شوروي په خلاف افغانستان کې جنګ، د پاکستان دپاره اولنی امتحان ګڼي. خو که د پاکستاني چارواکو د نظره وکتلی شي، نو هغوی بیا د چین او امریکا ترمنځ د روابطو په قایم کولو کې د خپل کردار خبرې هم کوي.

په دې اړه پخوانۍ سفارتکاره ټریسټا شیفر وایي چې د امریکې په خارجي پالیسۍ کې پاکستان د امریکې دپاره هغه وخت اهم وګرځېد چې اسلام آباد د سوویټ یونین/شوروي خلاف اتحاد کې شامل شو.

هغه زیاتوي چې په دې باندې د دواړو ملکونو بهرنۍ تګلارې سره نږدې شولې، مګر د دواړو عزمونه یا مقاصد یو شان نه و.

د شیفر مطابق، د پاکستان صدر ایوب خان په ډېرې خوشحالۍ سره د سوویټ یونین/شوروي خلاف معاهده دستخط کړه، ځکه شاید هغه دا ګڼل چې په دې سره به امریکا د هند خلاف د پاکستان د یو اتحادي په طور راڅرګند شي. د هند مخالف اتحاد خو جوړ نشو، مګر په دې مد کې پاکستان ته په زیاته پیمانه مالي او پوځي امداد په نصیب شو.

د څېړونکو په وینا، د سپټمبر ۱۱مې پېښو نه پس، د امریکا او پاکستان تعلقات د ترقیاتي برخو نه زیاتره په امنیتي او د ترهګرۍ په ختمولو راڅرخېدلي دي. په معاشي او پوځي امداد سره، د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات برقراره پاته شوي، مګر د دواړو اړخونو نه د اعتماد کمی هم موجود پاته دی.

بیا د ۲۰۱۱ کال په مئې میاشت کې چې امریکایي ځواکونو پاکستان کې د القاعده باني اسامه بن لادن پیدا کړ او ویې واژه، نو د پاکستان او امریکې ترمنځ تعلقاتو کې کم مهري راغله.

په افغانستان کې د امریکې د ۲۰ کلن جنګ په دوران کې واشنګټن دا ویل چې پاکستان سختدریځو ته ځای ورکوي او ملاتړ یې کوي، مګر د اسلام آباد موقف دا دی چې په هغه جګړه کې پاکستان د یو اتحادي په حیث تر ټولو زیاته قرباني ورکړې ده.

د پاکستان او امریکا مستقبل؟

په دې اړه واشنګټن کې د پاکستان ټاکل شوی سفیر مسعود خان وایي پاکستان کې دا غوصه موجوده ده چې هغه ملک ته همیش د افغانستان د عدسیې نه لیدلی شوي دي.

د پاکستان سفیر د وائس آف امریکه سره په خبرو کې زیاته کړه، د هغه باور دی چې "د پاکستان او امریکا ترمنځ تعلقات ځان ته یو جهت لري، دې تعلقاتو ته باید چې درناوی وشي، باید وده ورکړی شي، فروغ ورکړی شي، او نه صرف د افغانستان، بلکې د هند او چین د عدسیې نه هم مونږ ته لیدل ندي په کار."

د امریکا او پاکستان د آینده تعلقاتو په اړه پاکستان کې د امریکا یو پخوانی سفیر ویلیم مائلم وایي چې امریکا په افغانستان کې د پاکستان له اړخه د ادا شوي کردار په باب زیاته خوشحاله نده، مګر د دواړو ملکونو ترمنځ د امنیتي برخې نه پورته، په تجارتي او ترقیاتي څانګو کې د تعلقاتو د لا مضبوطه کولو ضرورت موجود دی.

د وایس آف امریکه سره په خبرو کې هغه وویل، دا حقیقت د مایوسۍ وړ دی چې پاکستان په مبینه توګه د کامیابۍ پرځای، د ناکامۍ په لاره روان دی. پخواني امریکني سفارتکار دا هم وویل چې که پاکستان تر هغه حده پورې په داسې ناکامه لاره پاته شي چې "بیا دا خطره رامخې ته شي چې سختدریځه سیاسي ډلې په ملک باندې د کنټرول امکان پیدا کړي، بیا نو په دې اړه سوچ کول په کار دي او هغوی باید دا فکر وکړي چې د دې حالاتو مطلب د جنوبي ایشیا د امن او د زمونږ د امن دپاره څه دی، په همدې دلیل د پاکستان هېرول ښه خیال نه ښکاري."

ځیني څېړونکي د امریکا او پاکستان ترمنځ د تناوه ډک تعلقات، نه صرف د خطې دپاره بلکې د عالمي سلامتیا دپاره اهم ګڼي. مګر څېړونکي په دې باور دي چې اوس مهال په یو بل باندې د انحصار د کموالي په وجه، د امریکا او پاکستان ترمنځ د دوطرفه تعلقاتو بیا تودېدل، په نږدې آینده کې آسانه خبره نه ښکاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG