لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: داعش او ملګري يې اوس هم د نړۍ دپاره خطره ده، رپورټ


د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه تازه رپورټ کې ویل شوي داعش او ملګري يې اوس هم نړۍ ته خطره ده او دا تندروه ترهګره ډله اوس په نوي ډول مخې ته راځي.

که څه د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې د داعش مالي شتمنۍ/ اثاثې راکمې شوي خو بيا دغه هم دغه ډله چې ځان ته دولت اسلاميه وايي د منځني ختيځ د ملکونو شام او عراق دپاره غټه خطره ده.

ويل شوي داعش په دغه سيمه کې اوس هم د 10000 پورې جنګيالي لري.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنیوي مشر ولاديمير ورونکوف ويلي، داعش او ورسره اړونده تنظيمونه د خپلو فعاليتونو او پلانونو دپاره د شخړو، کمزورې حکومتي عملدارۍ او نابرابريو په څېر مسلو څخه ګټې پورته کوي.

هغه ويلي، د عراق او شام پوله ډېره غېر محفوظه ده او په دې سيمه کې د اندازې ترمخه داعش د 10000 پورې جنګيالي لري.

ويل شوي داعش د خپلو مشرانو د وژلو د غچ/ بدل اخستو دپاره په نړيواله کچه پلانونه جوړوي.

ورونکووف ويلي، د داعش مشران د 25 نه تر 50 ملینه ډالرو پورې شتمنۍ کاروي کومې چې د درې کاله مخکې شتمنيو نه کمې دي.

په ملګرو ملتونو کې د داعش د نړیوالې خطرې د شتون رپورټ په داسې حال کې وړاندې کړی شوی چې د تير کال اګست په میاشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي داعش په افغانستان کې بريدونه سېوا کړي دي.

داعش په افغانستان کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي او تيره اوونۍ يې په يوه دیني مدرسه بريد کې د طالبانو د يو مهم مذهبي مشر رحیم الله حقاني په ځانمرګي بريد کې د وژلو زمه واري منلې ده.

څيړونکي وايي، که څه هم طالبانو د خپل يو کال حکومت په پوره کېدو دعوه کوي چې په ملک کې يې امنيت ټینګ کړی خو د طالبانو حکومت ته د نورو چېلنجونو سره يو غټ چېلنج داعش هم دی.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي، داعش په افغانستان کې شمال ختيځو او ختيځو سيمو پله غځېدلې ده.

په افغانستان کې د بريدونو د زمه واري ترڅنګ داعش په پاکستان کې هم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د څيړونکو لخوا د راجمع کړل شوو شمېرو ترمخه داعش ډلې سږ کال په پنجاب، بلوچستان او سیند صوبه کې د لسو بريدونو ذمه وارۍ په غاړه اخستې دي.

د رپورټونو ترمخه داعش په دغو بریدونو کې دوه په پنجاب ، یو په پلوچستان کې ، اووه په خېبر پښتونخوا کې کړي دي.

د داعش د دعوو له مخې خېبر پښتونخوا کې یې پينځه بریدونه په پېښور او دوه په باجوړ کې کړې دي.

د مارچ د مياشتې په لومړو کې داعش په پېښور کې په يوه امام بارګاه د بريد ذمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر 60 پورې تنان وژل شوي وو او نزدې 200 پکې ژوبل شوي وو.

وروسته پوليسو ويلي وو په دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څو ورځې وروسته په یوه مقابله کې وژلي وو.

له دغې پېښې وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو ذمه وارۍ هم منلې وې.

[په دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي دي].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG