لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د مرکزي کمانډ مشر د جنرل باجوه سره د سيمي په امنيت او نورو موضوعاتو خبرې کړي


جنرل باجوه او د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مايکل کوريلا
جنرل باجوه او د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مايکل کوريلا

د امريکې د مرکزي کمانډ [سېنټکام] مشر کمانډر جنرل مايکل کوريلا د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد سره ليدلي، د دواړو هيوادونو په چارو، دوه اړخيزه ګټو، سيمه ييز امنيت او ثبات، دفاعي او امنيتي همکاريو، او په خاصه توګه د دواړو پوځونو تر منځه اړيکوباندې يې خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، د پاکستان په سفر راغلي د امریکا د سېنټکام مشر جنرل کوريلا په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] راولپنډۍ کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره یو په يو ملاقات کړی دی.

پوځ ویلي، د يو په يو ليدنې وروسته د پلاوي په کچه هم ليدنه شوې او پاکستان ته راغلي پلاوي د ترهګرۍ پرضد جګړه او سيمې د امن او ثبات په لړ کې د پاکستان د پوځ کردار ستايلی دی.

څيړونکي وايي که څه هم د تيرې يوې مودې راهسې د امریکا او پاکستان اړيکې خرابې پاتې شوي او د افغانستان نه د امریکايي او نړيوالو ځواکونو وتلو وروسته ښکارېده چې امريکې دا سيمه پرېښوده خو يوځل بیا ښکاري امریکا غواړي چې د پاکستان سره ښې اړيکې وساتي.

څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، که څه هم امریکې د افغانستان نه پوځونه ويستي دي خو د امریکې په دې سیمه نظر دی او امريکا نه غواړي چې افغانستان بيا هغه پخواني ځای ته لاړ شي.

د نوموړي په خبره امریکا نه غواړي پاکستان يواځې پرېږدي چې په راتلونکې کې بيا دلته يوه خلا جوړه شي او تندلارې ترې ګټه پورته کړي.

د تيرې میاشتې جولایۍ په وروستيو کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وینډې شېرمن سره هم خبرې کړې وې او ورڅخه یې غوښتي وو چې امریکا باید نړيوالې مالياتي ادارې [ایي ایم ایف] باندې فشار راوړي چې پاکستان ته د پور پیسې زر ورکړي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د پوځ د مشر لخوا د پور په اړه امریکایي چارواکو سره په تماس نیولو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې وو چې دا د پوځ د مشر کار نه دی چې د امریکا څخه مالي مرستې وغواړي.

څېړونکي وایي پاکستان کې د عمران خان د تیر حکومت په وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې تاو تریخوالی اوفاصلې سیوا شوې وې.

خو د عمران خان د حکومت ختمیدو نه وروسته پاکستان کې د ایتلافي ګوندونو جوړ شوي حکومت ویلي امریکا سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې د واشنګټن سره د خپل مينځي برابرۍ، درناوي او باور په اساس دوه اړخیزه اړيکې لا نورې پراخه کړي.

عمران خان د بې د باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کولو وروسته تور لګولی چې د امریکا په سازش د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو هغه د حکومت نه لرې کړی وو.

خو امریکا، د پاکستان اوسني حکومت او پوځ بيا بيا د عمران خان د سازش تور رد کړی دی.

په عېن حال کې پرون امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی دی، ويل شوي دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG