لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف په مېرمنو غږ کړی ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړئ


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف پاکستانيانو او په ځانګړي ډول مېرمنو ته په مخاطب کولو سره ويلي "پوليو يو خطرناک مرض دی چې ستاسو ماشومان تلعمري معذوره کولی شي بلکې مرګونی هم کېدی شي او د پوليو نه بچ کېدو دپاره يواځې دوه څاڅکي ستاسو بچي د معذورۍ نه د همېشه دپاره بچ کولی شي".

شهباز شريف نن د جمعې په ورځ [19 اګست]په اسلام اباد کې د پولیو څاڅکو ورکولو د کمپاين پرانسته وکړه او وې ويل، "راځئ چې د خپلو بچو او د قوم راتلونکی محفوظ کړو او د پوليو کار کوونکي چې ستاسو کورونو ته راشي نو خپل د پينځه و کالو نه کم عمره بچو ته د پوليو څاڅکي ضرور ورکړئ".

شهباز شریف وويل "په ټوله نړۍ کې د پوليو خاتمه شوې او په پاکستان کې هم دا مرض په ختمېدو وو خو د بده مرغه دا د پاکستان په ځينو علاقو کې بيا راغلی دی او حکومت په مرکز او صوبو کې په ګډه د دې وبا مقابله کوي او دوی به د دې موذي مرض خاتمه کوي".

نوموړي د پوليو پرضد کار کوونکو ټيمونو ستاينه او مننه وکړه او زياته يې کړه کومو کار کوونکو او امنيتي اهلکارو چې په دغه لړ کې د ژوند قربانۍ ورکړي هغو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي.

شهباز شریف د بل ګېټس فاونډېشن هم مننه وکړه چې د پوليو د خاتمې په لړ کې يې مرستې کوي.

پاکستان کې د پوليو د مخنیوي د پروګرام ترمخه د 15 اګست نه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو او کراچۍ، د 22 اګست نه د ملک په 108 ضلعو او د 29 اګست نه په بلوچستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاينونه کيږي.

پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو دا کمپاين په داسې حال کې کيږي چې سږ کال په ملک کې تراوسه پورې د پوليو 14 پېښې رپورټ شوي او 14 په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

په دغو 14 پېښو کې 13 په شمالي وزیرستان او يوه په لکي مروت کې رپورټ شوې ده.

په 16م اګست د جنوبي وزیرستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلع ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، او د پولیو ټیم دوه ساتونکي پولیس پکې وژل شوي وو.

بل لور ته روانه مياشت د پاکستان د صحت وزارت ويلي وو د خېبرپښتونخوا په بنو، نوښار، سوات او پېښور کې د پوليو مثبتې نمونې ترلاسه شوي او ورسره د پنجاب صوبې په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې هم دغه ډول مثبتې نمونې مالومې شوي دي.

د روان کال مې په مياشت کې په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي وو دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې موجود وو.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د يادې پېښې مخې ته راتلو وروسته په موزمبيق کې د پوليو وايرس خورېدو ویل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG