لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتمانزو جرګه: که غوښتنې مو نه منل کيږي احتجاج بيا تر ټول وزیرستانه غځوو


شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت
شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د پېښو پرضد احتجاجي پرلت لا هم دوام لري او وایي که تر ټاکل شوې وخته يې غوښتنې نه منل کیږي دا احتجاجي پرلت بيا تر ټول شمالي وزیرستانه غځوي.

خو حکومتي چارواکي وایي د سیاسي ګوندونو په مینځګړیتو خبرې روانې دي او چې هغه څه پریکړه وکړي دوی به یې عملي کړي.

د اګست په 12م د حکومت په استازیتوب جوړه شوې 16 کسیزه د سیاسي ګوندونو کمیټي دې احتجاج ته ورغلې وه او احتجاج کوونکو لخوا د غوښتنو منلو د پاره 15 ورځې وخت ټاکل شوې چې په دې موده کې به د اتمانزو غوښتنې د ملک وزیراعظم سره شریک کوي تر هغې وروسته د احتجاج پرمهال تړل شوي د شمالي وزیرستان ضلعې سړکونه پرانستل شوي خو د اتمانزو احتجاجي پرلت روان دی.

په شمالي وزیرستان کې دا احتجاجي پرلت په داسې حال کې پېل شوی چې د علاقې خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د ناامنۍ سره مخ دي او علاقې 480 کسان چې پکې زنانه هم شاملې دي وژل شوي دي دوی د هدفي وژنو د مخنوي غوښتنه کوي.

د اتمانزو قامي جرګې یو مشر ډاکټر ګل علم وایي د سیاسي ګوندونو په منځګریتوب خبرې روانې دي او د احتجاجي پرلت پرمهال دوی د اتمانزو لښکر جوړ کړی چې دا پرلت نور مضبوط کړي.

هغه وویل دوی دا لښکر د چا پرضد نه بلکې د دې پاره جوړ کړی چې په پرامنه طریقه وزیرستان د ناامنۍ نه وژغوري.

هغه وویل که د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې ناکامه کیږي دوی به دا پرلت بیا غځوي چې تر مخه به یې کاروباري مرکزونو او افغانستان او پاکستان تر مینځ غلام خان لارې په ګډون ټولې د تګ راتګ لارې تړل کیږي

د اتمانزو جرګه په سیمه کې د هدفي وژنو د مخنوي یواځينۍ یوه غوښتنه کوي او دوی وايي که پوخ ډاډ ورکړل شي احتجاج به ختم کړي.

د دې احتجاج کوونکو سره په ورستیو کې د شمالي وزیرستان انتظامیې او پوځي مشرانو خبرې کړي خو ناکامه شوې وې.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي دفتر چارواکي وایي چې د خبرو پرمهال احتجاج کوونکو ته د غوښتنو منلو ډاډ ورکړل شوی خو د دوی غوښتنه وه چې د سیاسي ګوندونو ډاډ ورکړل شي هغې دپاره د حکومت په استازیتوب کمیتي جوړه شوې او هغه کمیتي چې څه پریکړه وکړي دوی به یې عملي کوي.

د انتظامیې دفتر زیاته کړې د امنیت د ټینګښت د پاره دلته پولیس او نورې ادارې شتون لري او د علاقې امنیت ګډوډولو اجازه چاته نه ورکوي.

د احتجاجي پرلت یو بل غړی نور اسلام نظام وایي په علاقه کې د ناامنۍ سره مخ دي ځکه په قامي پریکړو مجبور شوي دي.

هغه وویل قامي لښکر به د حکومت سره رابطې نه ساتي د حکومتي کميټۍ سره به خبرې يواځې په شمالي وزیرستان کې کيږي دوی به په چا پسې نه ورځي، لښکر په شخصي دښمنیو کې په وژنو بنديز لګولی او که څه يې سرغړونه کوي په هغوی به جرمانه لګول کيږي.

هغه زیاته کړه په لښکر کې د ټولو قبیلو خلک شامل دي او دا مهال په شیوا سیمه کې ناست دي او دوی د صوبې د مرستو او بیا ابادکارۍ وزیر اقبال وزیر نه د اتمانزو قامي لښکر پرضد خبرو کولو په سر ځواب غواړي.

د هغه په خبره د اتمانزو قامي جرګې دا روایات د پخوا نه روان دي او هیله لري چې قامي ګټو ته ژمن پاتې شي.

وروستي رپورټونه وایي د اتمانزو مشرانو په دې اړه د صوبې وزیر سره خبرې روانې دي خو د صوبې وزیر اقبال وزیر ویلي هغه د اتمانزو جرګې د پریکړو خلاف نه دی او خبري غونډې پرمهال يې يواځې د خپل سیاسي مخالف ګوند جمعیت علماءاسلام ف پرخلاف خبرې کړي چې د اتمانزو دا قامي جرګه د پاکستان تحریک انصاف ګوند پرضد کاروي.

هغه ویلي د مرکزي حکومت په استازيتوب جوړه شوې کمېټۍ کې د صوبې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند ته نمایندګي نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړې دوی د اتمازو سره دي او د علاقې د امن او ترقۍ د پاره ژمن دي.

په شمالي وزیرستان کې دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پېل شوی چې په 14م جولايۍ د جمعیت علما اسلام دوه ځایي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان په هدفي برید کې وژل شوي وو تیره اوو نۍ د پاکستان پوځ دعوی کړې چې د دوی په وژنه کې ککړ ترهګر په میر علي سیمه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG