لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ د حافظ ګل بهادر ډلې د يو کمانډر په ګډون د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې


North Waziristan
North Waziristan

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره جګړا کې د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر حبیب الله په ګډون د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد روان احتجاجي پرلت په ضد سپین وام تاڼه کې د غدارۍ او د ادارو د سپکاوي مقدمه درج شوې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تیر د جمعې په ورځ یې د میرعلي بوبلي سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیاتو او نښته کې د شمالي وزیرستان د ترهګرو شورا مشر حافظ ګل بهادر ډلې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د دوی په خبره امنیتي ځواکونو ته دحافظ ګل بهادر ډلې مهم کمانډر حبیب الله عرف بلال د موجودګۍ کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو. چې په دې علاقه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

سرچينو ويلي ترهګرو او د امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو په تبادله کې کمانډر حبیب الله سره د یو بل ترهګر وژل شوی او دې پیښې ځایې نه یې د درې نورو ترهګرو د وژلو مالومات ترلاسه کړي. خو لا تصدیق شوي نه دي.

حافظ ګل بهادر ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې يو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل حبیب الله په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ وو او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو. هغه وویل نښته کې امنیتي عسکرو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

تیره اوونۍ هم د پاکستان پوځ ویلي میرعلي سیمه کې یې ترهګر وژلی چې د قاري سمیع الدین او د نورو عامو خلکو په وژنه کې ککړ وو.

بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي پیښو پرضد احتجاجي پرلت لا هم دوام لري او د شمالي وزیرستان پوليسو د اتمانزو پرلت د سپین وام سیمې د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د احتحاجي پر مهال یې د ریاستي ادارو پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.

په مقدمه کې ویل شوي په 14م اګست د ولسي غونډې پرمهال د سپین وام سیمه کې د پرلت مشرانو د رياستي ادارو پرضد د سپکاوي او کرکې ډکې وېناګانې کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو مشرانو د ناامنۍ پرضد احتجاجي وروسته له هغې پیل کړی چې پکې د هدفي وژنو پیښې چټک شوې او په خپله انتظامیې مشر ډیپټي کمیشنر شاهد علي منلي سږ کال تر دې مهال 63 کسان په هدفي پیښو کې وژل شوي دي.

د اتمانزو پرضد مقدمه په 14 اګست د شمالي وزیرستان سپین وام تاڼه کې درج کړی شوی ده، په مقدمه کې ویل شوي ویل شوی ډاکتر حیات، عدنان، شفاء الله، شعباد، صدیق او وسیم دې احتجاجي پرلت ته وینا پرمهال د امنیتي ادارو، پوځ او نورو ادارو پضد د سپکاوي ، کرکې او د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، او په 14 اګست یې د پاکستان د اذادۍ ورځې نمانځلو لاريون مخه نیولې او د هغوی د ګاډو شیشې یې ماتې کړې او ملي بېرغونه يې ترې کوز کړي ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د 153-141-506-503-505-504-123(B)-153A-427-341-120-186 مادو لاندې مقدمه درج شوې ده.

وي او ای ډیوه د مقدمې د نورو جذياتو په اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی کړی او نه يې د چا د نيولو په اړه څه ویلي دي.

خو د شمالي وزیرستان د اتمانزو احتجاج کونکوي وایي دوی د چا خلاف نه دي او احتجاج یې د دې دپاره پېل کړی چې وزیرستان د ناامنۍ نه وژغوري او د امن پرخایې کولو یوازنۍ یوه غوښتنه کوي.

دوی وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې خالات د تسلۍ وړ نه دي او د عملیانو نه راپدیخوا د زنانو په ګډون 480 کسان په هدفي پیښو کې وژل شوي دي.

د اتمانزو پرضد دا مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې د اګست په 12م د حکومت په استازیتوب جوړه 16 کسیزه د سیاسي ګوندونو جرګه دې احتجاج ته ورغلې وه او احتجاج کوونکو لخوا ورته د غوښتنو منلو د پاره 15 ورځې وخت ټاکل شوې چې په دې موده کې به د اتمانزو غوښتنې د ملک وزیراعظم سره شریکوي تر هغې وروسته د احتجاج پرمهال تړل شوې د شمالي وزیرستان ضلعې سړکونه پرانستل شوي خو د اتمانزو احتجاجي پرلت روان دی.

د اتمانزو مشران وايي که غوښتنې يې ونه منل شوې دوی خپل احتجاج بيا ټول شمالي وزیرستان ته غځوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG