لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان وتلې سندرغاړې نیره نور د72 کالو په عمر کې مړه شوې ده


پاکستان کې دنظم اؤ غزل په حواله داردو ژبې مشهوره خوږ ژبې سندرغاړې نیره نور د72 اویاؤ کالو په عمر له نړۍ خپلې سترګې له همیش لپاره پټې کړې دي اؤ ټاکل شوې ده نن داتوار په ورځ کراچۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي،وزیراعظم میا شهباز شریف، دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اؤ ګڼ شمیر نورو حکومتي شخصیاتو،دسیاسي ګوندونو مشرانو ،لیکوالان اؤ صحافیانو دنیره نور په مړینه خفګان ښودلی اؤ دهنر د ودې لپاره یې دهغې خدمات په زرینو ټکو کې ستایلي دي.

نیره نور چې د۷۰م په لیسزه کې یې دشهرت چرچې نه یوازې په پاکستان اؤ هندوستان بلکې دنړۍ په ګڼو هیوادونو کې خورې وې ،له تیرې ډیرې مودې راهسې یې دهنر دنړۍ نه ځان په ډډه ساتلی ؤ اؤ یوازې دخپل کور اؤ اولادونو پالنه یې کوله.

ویل کیږي نیره نور دتیرې څه مودې راهسې ناروغه په کټ پرته وه اؤ دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یې ساه ورکړې ده.

هغه په کال ۱۹۵۰ کې د هندوستان په اسام کې زیږیدلې وه اؤ په کال ۱۹۵۸ کې یې بیا کورنۍ له هند څخه پاکستان ته راغلې وه.

نیره نور ګڼ شمیر ملي ترانې،فلمي سندرې، غزلې اؤ نظمونه ویلي چې په هغې کې په لسګونو نظمونه اؤ غزلې دومره مشهورې شوي چې نن یې هم خلک په مینه اوري اؤ له یو بل سره یې په ټولنیزو رسنیو شریکوي.

هغې پخپل ژوند کې ګڼ شمیر دولتي مډالونه اؤ جایزې ترلاسه کړې وې اؤ دپاکستان حکومت ورته په کال ۲۰۰۵م کې په غوره هنري خدمتونو صدارتي ایوارډ ورکړی ؤ.

دپاکستان صدر عارف علوي دهغې په مړینه خواخوږي ښودلې اؤ دمغفرت دعا یې ورته کړې ده.

پخپل یو بیان کې صدر عارف علوي دنوموړې سندرغاړې هنري خدمتونه ستایلي او ویلي یې دي چې هغې دټول قام په زړونو کې ځائ لرلو.

وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل یو بیان کې د نیره نور مړینه د موسیقۍ د نړۍ لپاره یو نه رار کیدونکی زیان بللی دی اؤ ویلي یې دي چې هغې دخپل غږ اؤ ترنم کې دسوز په وجه خپله یوه ځانګړې پېژندګلو لرله.

شهباز شریف ویلي نیره نور که غزل ویلی اؤ که سندره کمال یې پکې ښکاره کړی دی اؤ دهغې په مړینه پیدا شوې تشه به هیڅکله ډکه نه شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر اؤ دپيپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري، دعوامي نیشنل پارتۍ وتلي مشر میا افتخار حسین،دجماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان، ګڼ شمیر نورو حکومتي اؤ سیاسي شخصیاتو، خبریالانو، لیکوالانو اؤ د ټولنیزو رسنیو فعالینو دنیره نور په مړینه خواخوږي ښودلې ده اؤ دهنر په وده کې یې دهغې دکردار ستاینه په زرینو ټکو کې کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG