لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لوګر ولایت کې "بېساری" سېلاب راغلی او درانه زیانونه یې اړولي دي


واشنګټن - افغانستان کې د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ/ضلعې باندې د موسمي بارانونو له امله زورور سېلاب ورغلی، د لسو نه زیات کسان یې مړه کړي، ګڼ شمېر کورونه او زراعتي ځمکې او فصلونه یې تباه کړي، او ډېر څاروي یې هم مړه کړي دي.

لوګر د سرښار کابل جنوب اړخ ته پروت ولایت دی او خوشي یې یوه لېرې پرته ولسوالي ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي چې په دې سېلاب کې، د دوی د ابتدائي معلوماتو په بنیاد، د لسو (۱۰) نه زیات کسان مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي.

د لوګر دپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله شریف په خوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته اووښتي زیانونه بېساري بللي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې د یادې ولسوالۍ له خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

اسوشیټدپرس خبري ادارې یوه ویډیو خوره کړې چې په کې د خوشي سیمې کلیوال د خپلو نړېدلو کورونو په پاکولو لګیا لیدل کیږي.

لوګر ولایت کې د قدرتي آفاتو د تنظیم ادارې مشر عبدالله مفکر ویلي تر دې دمه نده معلومه چې په سېلاب کې ټولټال څو کسان مړه او یا زخمیان شوي دي.

د یو کلي مشر، چې نوم یې دل آغا دی، وایي چې داسې سېلاب هېڅ کله هم په خوشي ولسوالۍ کې نه و راغلی. هغه اې پي ته ویلي: "دې سېلاب د ټولو خلکو څاروي، کورونه، او زراعتي ځمکې تباه کړې. خلک بې کوره دي، غرونو ته یې پناه وړې ده."

د کابل په بل ګاونډ ولایت میدان وردک کې هم سیلابونو د سیمې خلکو ته ډېر نقصانونه رسولي دي. د وي او اې افغان سروس د یو رپوټ په حواله، ویل کیږي چې د میدان وردک ولایت په چک، سید آباد، جلګې، نرخ، او جلریز ولسوالیو/ضلعو کې د تېرې شپې سېلابونو په نتیجه کې شپېته (۶۰) کورونه نړېدلي دي. په لغمان کې هم سیلابونه راوتلي او له امله یې د کابل-جلال آباد لویه لاره بنده شوې ده.

د طالبانو حکومت د اوبو او توانایۍ وزارت ویلي چې ښایي په آینده درېیو ورځو کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نور سخت اورښتونه وشي او سیلابونه وبهیږي.

تېره هفته د افغانستان په شمالي برخو کې هم سخت ډېر بارانونه واورېدل چې له امله یې سېلابونه وبهېدل او لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې مړه او لسګونه نور تري تم شول.

طالبانو دا هم ویلي چې په تېرو دوو هفتو کې د افغانستان په مختلفو علاقو کې د بارانونو او سېلابونو په نتیجه کې شاوخوا ۱۸۰ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

افغانستان په داسې وخت کې د مرګونو سېلابونو سره مخ دی چې د طالبانو د واک اختیار لاندې اقتصاد په تېر یو کال کې سخت زیاد ځپل شوی، د حکومتي ادارو ټول مشران ملایان ټاکل شوي، خلکو سره د مرستو کولو کومه خاصه منصوبه نشته، د نړېوالو مرستې افغانانو ته کمې شوي دي، او د طالبانو حکومت هم تر اوسه هېڅ کوم ملک په رسمیت ندی پېژندلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG