لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي او باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلتونه دوام لري


باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلت پېل شوی
باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلت پېل شوی

د بلوچستان صوبې په هرنايي او د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د امن په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلتونه دوام لري، د هرنايي پرلت په 14 اګست او د باجوړ پرلت په 19 اګست پېل شوی دی. بل لور ته د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې د امن دپاره د احتجاجونو لړۍ هم دوام لري.

د باجوړ پرلت

د باجوړ د پرلت يو ګډونوال د عوامي نيشنل ګوند مولانا خانزېب وايي د امن دپاره پېل شوی پرلت يې د شپې او ورځې روان دی او د غوښتنو منلو پورې په يې پرلت روان وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پرلت د قامي او سياسي مشرانو يوه کميټۍ جوړه شوې او د اتوار په ورځ يې د باجوړ د ډپټي کمشنر [ډي سي] فهد وزیر سره خبرې شوي خو خبري نه دي کاميابې شوي.

هغه زياته کړه کمېټۍ ډي سي ته ويلي، چې د پرلت د اېکشن کمېټۍ لومړۍ غوښتنه دا ده چې د مرکزي حکومت لخوا دې د دوی سره خبره وشي د ضلعې په کچه چارواکو سره خبرې نه کول غواړي، او دوی به د پوځ د مشر، کورکمانډر او ايي جي اېف سي سره خبرې کوي ځکه دا چارواکي د امن زمه وار دي او که د حکومت لخوا په خبرو کې یاد چارواکي نه وي دوی د بل چا سره خبرې نه کوي.

او د باجوړ ډي سي فهد وزیر وايي، پرون يې د پرلت کوونکو سره خبرې کړي او هغه هيله څرګنده کړې چې د دوی ترمنځ کومې خبرې شوي په هغې کې به په ورځ دوه کې مثبت پرمختګ وشي او د صوبې يو لوړ پوړی چارواکی به راځي او د پرلت کوونکو سره به خبرې کوي او په دې کې به په باجوړ کې د پوځ مشران هم شامل وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پرلت کوونکو ته وويل شو چې د باجوړ زمه واري د ډپټي کمشنر، پوليس او باجوړ سکاوټس ده، دوی ورته ومنل چې د ترهګرۍ پرضد به عمليات کوي او د خلکو هر ډول مرسته به کوي، هغه وويل په ورځ نيمه کې به د پرلت خبره ختمه شي.

د مولانا خانزېب په خبره د باجوړ سوداګرو د پرلت ملاتړ کړی او په باجوړ کې د پرلت په ملاتړ کې لاريونونه هم شوي دي، او ویل شوي پرون د مختلفو سياسي ګوندونو مشران هم پرلت ته ورغلي دي.

ياد پرلت غوښتنه کوي چې د تېرې يوې مودې نه د خېبرپښتونخوا د نورو برخو په څېر په باجوړ کې هم هدفي وژنې کيږي او بدامنۍ روانه ده ځکه د باجوړ د سياسي ګوندونو د مشرانو په مشوره یو ولسي پرلت پېل کړی شوی او دوی يواځينۍ غوښتنه لري چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو.

د هرنايي پرلت

په هرنايي کې پرلت
په هرنايي کې پرلت

بل لور ته د بلوچستان صوبې په هرنايي سيمه کې په 14م اګست د يوې احتجاجي مظاهرې په مهال د عوامي نيشنل ګوند د غړي د وژنې وروسته پېل کړی شوی پرلت اوس هم دوام لري.

ياد پرلت غوښتنې کوي چې د 14م اګست د "پېښې مقدمه دې درج شي، د دې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي چې هر څه په ډاګه شي، په عامه ابادۍ کې دې چيک پوستې لرې کړی شي، د علاقې واک اختيار دې د ډپټي کمشنر او ضلعې انتظاميې سره وي، وژل شوی غړی دې شهيد وګرځول شي او د شهيد حقونه دې ورکړل شي او ژوبلو ته دې معاوضه ورکړی شي".

د یاد پرلت يو ګډون وال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرت ترين وي او اې ډیوه ته وويل، پرلت يې روان دی د جمعې په ورځ د پرلت مشرانو د صوبايي حکومت د چارواکو سره ليدلي او صوبايي حکومت ورته د دوی د غوښتنو منلو باور کړی خو دوی وايي چې په ليکلې بڼه ورسره غوښتنې منل شوي نه وي او په غوښتنو يې عمل نه وي پېل شوی تر هغې به يې پرلت دوام لري.

د جمعې په ورځ د صوبې د داخله چارو وزیر ضیا لانګو په مشرۍ د پرلت کوونکو سره مذاکرات شوي دي.

پرلت کوونکي وايي په پرلت کې ټول سياسي ګوندونه او ځايي خلک شامل دي او په ملاتړ کې يې لاريونونه هم کيږي.

د اتمانزو پرلت

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې چې د 14 جولايۍ وروسته د اتمانزو قومي جرګې چې احتجاجي پرلت پېل کړی او سړکونه یې بند کړي وو، په 12م اګست د دغه قومي جرګې سره حکومتي جرګې ليدلي او دوی ته یې ويلي وو غوښتنې به يې د حکومت سره شريکوي، خو د اتمانزو جرګې بيا د جمعې په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي که حکومت ورته د امنيت باور ور نه کړو دوی به بيا احتجاج تر ټولو وزيرستانه غځوي.

په دير کې د امن دپاره مظاهره

پرون د اتوار په ورځ په کوز دير کې هم د امن دپاره مظاهره شوې، ځايي خلکو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې چې پرې ليکل شوي وو، مونږ په خپله خاوره امن غواړو. په دير کې روانه مياشت له دې وړاندې هم د امن دپاره لاریونونه او احتجاجونه شوي دي.

دغه احتجاجونه په شپږم اګست د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت باندې بريد او د دير او سوات په پوله غرونو کې د وسله والو د ښکاره کېدو وروسته پېل شوي دي.

په سوات کې احتجاج

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې هم د امن دپاره په 12 اګست احتجاجونه شوي وو، دغه احتجاجونه په اتم اګست د سوات د مټې علاقې په غرييزه سيمه کې د وسله والو د ښکاره کېدو او په مبينه توګه د پوليس او پوځي افسر د نيول کېدو وروسته شوي وو.

پوليس او پوځ د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو د شتون منلي وو خو ويلي یې د ويرې خبره نشته او په سیمه کې به وسله وال ونه زغمي.

په 17 اګست بيا د سوات په پرېس کلب کې د سوات قومي جرګې غونډه شوې په هغې کې هم په ملاکنډ ډويژن او په ځانګړي ډول سوات کې د امن او د خوازه خېلې د احتجاج کوونکو پرضد مقدمې بيرته اخستو غوښتنه شوې وه.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د کوټې نه د ډیوه خبريال حفيظ الله شيراني شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG