لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسېلابونو له امله نړیوالې ټولنې پاکستان سره نزدې د۵۰۰ میلیونه ډالرو دمرستې اعلان کړی


د پاکستان دحکومت له غوښتنې وروسته دنړۍ بیلابیلو هیوادونو اؤ سازمانونو سېلاب ځپلو سره د نزدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو دمرستې اعلان کړی دی.

کومو هیوادونو چې پاکستان سره دمرستو هوډ کړی هغې کې امریکا، برتانیه، متحده عرب امارات، ترکیه ،اذر بایجان او نور شامل دي.

خو د پاکستان حکومتي چارواکي وایي دوی نورو مرستو ته هم اړتیا لري او دسیلابونو له امله نزدې د 900 اربه روپو نه زیات تاوان شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي حکومت خپلو خلکو سره مرستې لپاره په ټول توان هڅې کوي.

هغه ویلي پاکستان اقتصادي ستونزو کې ښکېل دی چې د پاڅه د سیلابونو ناورین راغلی.

د قدرتي افتنو په وخت د انتظام دقامي ادارې این ډي‌ اېم اې' په وینا دغو سېلابونو د هیواد 116 ضلعو کې له 50 لکو زیات کسان اغېزمن کړي.‌ او په لکونو جریبه د کر کیلې زمکو ته یې زیان اړولی دی.

ادارې د سیلابونه له امله د نورو خلکو دمتاثره کیدو امکان هم څرګند کړی اؤ ویلي یې دي دغو سېلابونو د تېرې جولایي د میاشتې له 14مې په ټول هیواد کې 3451 کیلو مټره سړکونه، 149 پلونه او 180 د کاروبار ځایونه وران کړې دي.‌

د دې ادارې په وینا تر دې مهاله سېلابونو نزدې 9 لکه نه زیاتې ودانۍ چې زیاتره د عامو خلکو کورونه دي او 7 لکو نه زیات څاروي وړي دي .

ادارې ویلي سیلاب ځپلو سره امدادي مرستې روانې دي چې پکې 51 لکه کسان ژغورل شوي او نزدې 5 لکه تنه په لنډمهاله امدادي کیمپونو کې مېشته کړل شوي دي او دوی سره د خوراک څښاک مرستې کیږي او نورو ته د سر پناه د پاره د خیمو ترڅنګ نورې اسانتیا ورکړل کیږي .

خو سیلاب ځپلي خلک دا دعوې ردوي او وایي دوی سره خوراک څښاک او نور ضرورت سامان ترڅنګ د سر پناه هیڅ مرستې نه دي شوې اؤ و دوی په خپله د ضرورت سامان پوره کولو د پاره مرستو ټولولو کیمپونه جوړ کړي دي.

په ټانک ضلعه کې د عوامي نیشنل ګوند ضلعي مشر فضل کریم تتور وایي په سمدستي توګه د خوراک څښاک او د خیمو مرستو ته اړتیا لري .

هغه وویل په حکومتي کچه چې چرته د سلو خیمو ضرورت دی هلته یوازې لس خیمې ورکړل کیږي .

د تانک ضلعې دانتظامي مشر مرستیال کمیشنر حمید الله خټک ددفتر چارواکي وایي خلکو ته د مرستو رسولو ترڅنګ یې د سیلاب لا امله د اوښتو زیانونو د جاج اخستو د پاره ډلې جوړې کړي چې د خلکو د تاوان اندازه ولګوي او دوی ته به د کورونو او فصلونو مرستې ورکړل کیږي.

په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې سیلاب ځپلي محمد علي وویل دوی ته تر اوسه حکومتي امدادي مرستې نه دي تر لاسه شوې .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه زیاته کړه ښځې او ماشومان یې د سیلاب اوبو کې ځپل کیږي دوی بیا بیا انتظامي چارواکو ته د دوی ویستلو خواست کوي خو دا غوښتنه یې نه منل کیږي .

د ډیره اسماعېل خان دانتظامیې ددفتر چارواکي وایي د سیلاب خپلو سره امدادي مرستې تر سره کیږي ،له ډیره اسماعیل خان پیښور ته وتلی سړک د ګاډو تګ راتګ د پاره په عارضي توګه خلاص کړل شوی خو د اسلام اباد کویټه او کراچۍ لارې لا بندې دي.

د دوی په خبره په زیاتره سیمو کې د سیلاب اوبه ټیټې شوي خو لا سیلاب په مکمل توګه ودریدلی نه دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG