لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له سېلابونو وروسته مرستو ته اړتیا ده


Men walk along a flooded road with their belongings, following rains and floods during the monsoon season in Suhbatpur, Pakistan, Aug. 28, 2022. (Reuters/Amer Hussain)
Men walk along a flooded road with their belongings, following rains and floods during the monsoon season in Suhbatpur, Pakistan, Aug. 28, 2022. (Reuters/Amer Hussain)

واشنګټن – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، پاکستان په روانو سختو سېلابونو کې اړمنو کسانو ته د ځان رسولو لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري.

هغه هیله وښودله چې د آی ایم ایف په څېر نړیوالې مالي ادارې به په دې اړه اقتصادي مرستې وکړي.

د وروستیو سختو بارانونو له امله د پاکستان په شمال او لویدیځ کې سخت خونړي سېلابونه راغلي چې تر زرو زیات کسان پکې مړه شوي او تر ۳۰ میلیونو زیان خلک پکې اغېزمن شوي دي.

بلاول بوټو زرداري له رویټرز سره په یوې مرکه کې ویلي، "ما په دې اندازه ویجاړی نه دی لیدلی.‌ ماته سخته ده چې په الفاظو یې بیان کړم.‌ خواشینونکې ده."

هغه زیاته کړه، د اکثرو خلکو فصلونه ټول له منځه تللي. او له شک پرته چې دا به په ټول اقتصاد باندې ناوړه اغیز ولري.

پاکستان له مخکې څه هم په اقتصادي بحران کې وو، انفلېشن پکې په زیاتېدو او د روپۍ قدر یې په کمېدو وو او مالي کسر یې په لوړېدو.

د آی ایم ایف بورډ به په روانه اونۍ کې پرېکړه کوي چې ایا پاکستان ته د ۱.۲ بیلینه ډالرو پور قسط ورکړي او که نه.

بوټو زرداري ویلي، تر دې وروسته زه هیله لرم چې نه یواځې آی ایم ایف بلکه نړیواله ټولنه او ادارې د سېلابونو ویجاړیو کچې ته پام وکړي.

د پاکستان مرکزي بانک لا له مخکې څخه په اقتصاد او ذراعت باندې د موسمي بارانونو د ګواښ یادونه کړې وه.

پاکستان به په روانه اونۍ د ملګروملتونو له غړو هېوادونو څخه وغواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي. زرداري وویل، هېواد یې دې ته ګوري چې دوی به څه ډول د موسمي بدلون اوږد مهاله اغیزو ته ځان ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG