لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو شمېره 1061 ته رسېدلې


پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو شمېره 1061 ته رسېدلې ده، په خېبرپښتونخوا کې اوس هم د لوړې کچې سېلابونه دي او ګڼ خلک د سېلاب له امله د خپلو کورونو نه بهر وتلي دي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] په خپل تازه وروستي خپور کړي رپورټ کې ويلي، چې په تازه پېښو کې د پرون اتوار/ يکشنبې [28 جون] د ماسپښين پورې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې نور 28 کسان مړه شوي او 48 نور ژوبل شوي دي.

په تازه مړو ژوبلو کې په خېبرپښتونخوا کې 16 تنه مړه شوي چې پکې نهه نارينه سړي او اووه ماشومان شامل دي. ويل شوي د سېلاب له امله په بټګرام کې څلور او کوهستان کې یو تن وژل شوی او د کورونو غورځېدو په پېښو ک په کوز دير کې درې ماشومان او ډېره اسماعيل خان، باجوړ، لکي مروت او کوز چترال کې يو يو ماشوم مړ شوی دی.

د مړو ژوبلوپه نورو پېښو کې دوه تنه په بلوچستان او په سيند صوبه کې مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د 14 جون راهسې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې په مړه شوو ټولو 1061 کې تر ټولو زيات نارينه مړه شوي چې شمېره 470 ده، او په نورو کې 359 ماشومان او 210 ښځې شاملې دي، ويل شوي تراوسه پورې ټول 1575 کسان ژوبل شوي هم دي.

د خېبرپښتونخوا د سېلابونو د څار دپاره جوړ مرکز تيره شپه په 12 بجې د سېلابونو تازه حال ويلي چې ترمخه یې په نوښار دريای کابل د ډېرې لوړې کچې او ورسک د لوړې کچې سېلابونه روان دي.

ویل شوي د سوات سيند خپل عادي کچ او د دير په پنجګوړې سېلاب مينځنۍ کچې ته راکوز شوی دی.

د چارواکو په وېنا په ملک کې د ژغورنې ادارې او پوځ د خلکو په ژغورولو او مرستو رسولو بوخت دي.

اېن ډي اېم اې ويلي د 14 جون راهسې بارانونو او سېلابونو په ملک کې 3457 کلوميټره سړکونه او 157 پلونه يې تباه کړي او نهه لکه، 92871 کورونه يې اغېزمن کړي دي چې پکې نزدې اووه لکه کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

ويل شوي د سړکونو او کورونو تباه کېدو زياتې پېښې په سيند صوبه کې شوي دي.

بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې اوس هم ډېر سړکونه وران پراته دي چې له امله يې تګ راتګ ودرېدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف پرون د اتوار په ورځ د بلوچستان صوبې سفر کړی د ژغورنې او مرستو دپاره يې لس اربه روپۍ مرستې اعلان کړي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولی خان پرون ويلي د هغه په خواست شهباز شريف نن د ګل/دوشنبې په ورځ د چارسدې سفر کوي چرته به چې هغه د اوښتي تاوان جاج اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG