لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ په اېشیا کپ کې د هند او پاکستان په لومړۍ سيالۍ کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې


په دوبۍ کې روان د کرکټ ايشيا کپ په سياليو کې د هند لوبدلې پاکستان ته ماتې ورکړې ده، دا په ايشيا کپ کې د پاکستان او هند لوبډلو لومړۍ سيالي وه.

دغه سيالي تير د اتوار/ يکشنبې [28 اګست] په شپه ناوخته په دوبۍ کې ترسره شوې ده.

د سيالۍ پچه/ ټاس هند ګټلی خو لومړی يې بالينګ کړی او پاکستانۍ لوبډلې په 19.5 اوورونو کې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو 147 رنزونه جوړ کړي وو.

د پاکستان په بېټنګ کې تر ټولو زیات 48 رنزونه محمد رضوان جوړ کړي وو.

د هند بهونشور کمار د پاکستان څلور لوبغاړي اوټ کړي وو.

د هند لوبډلې د پاکستان د 147 رنزونو هدف هم په اخري شلم اوور کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو پوره کړی، او په پينځه وکټو يې دغه سيالي ګټلې ده.

د هند لخوا په بېټنګ کې ورات کوهلي او رويندر جدېجا 35، 35 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستانو بالرانو کې درې وکټې محمد نواز او دوه نسيم شاه اخستې وې.

له دې وړاندې د ايشيا کپ په لومړۍ سيالۍ کې د افغانستان لوبډلې سري لنکا ته ماتې ورکړې وه. سري لنکا لومړی بېټنګ کړی په 19.4 اوورونو کې يې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو 105 رنزونه جوړ کړي وو.

د افغانستان لوبډلې ټاکلی هدف په دوه لوبغاړو سوځېدو په 11م اوور کې پوره کړی او سيالي يې په اته وکټو او 59 بالونو ګټلې وه.

د افغانستان لوبډله سبا په نهه/ سه شنبه [30 اګست] په دوېمه سيالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې ته سره مخامخ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG