لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سېلابونو کې نور 75 کسان مړه شوي، پښتونخوا کې د لوړې درجې سېلاب دی


پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د تاوانونو اوښتو لړۍ دوام لري، سرکاري شمېرې وايي نور 75 کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي چې ورسره په ملک کې د مړه شوو ټولو کسانو شمېره 1136 ته رسېدلې ده.

د افتونو په وخت قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] په تازه ورکړوشمېرو کې ويلي، پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [29 اګست] 53 کسان په سيند صوبه او 16 په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې د 15 جون راهسې د بارانونواو سېلابونو په پېښو کې تر اوسه پورې تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې په سيند صوبه کې شوي دي.

په سيند صوبه کې تراوسه پورې 402 کسان مړه شوي چې پکې 160 ماشومان، 151 نارینه او 69 ښځې دي.

په سيند پسې په دوېم نمبر مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا کې 258 او بلوچستان کې 244 کسان مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي بارانونو او سېلابونو په ملک کې لس نيم لکه نه زیات کورونه اغېزمن کړي چې پکې درې لکه 17391 په مکمله توګه تباه شوي دي.

د اېن اډي اېم اې ترمخه د خېبرپښتونخوا په دریای کابل کې که څه هم د اوبو زور کم شوی خو بيا هم د لوړې کچې سېلاب دی.

پرون د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا نوښار او چارسدې ته ورغلی او د سېلاب ځپلو سره یې ليدلي دی.

نوموړي ويلي سېلابونو په ملک کې په غټه کچه تباهي خوره کړې خو هغه به تر هغې پورې په قلاره نه کښېني څو پورې چې د سېلاب نه اغېزمن خلک بیرته نه وي اباد کړی شوي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان هم د چترال او دير سفر کړی او ويلي يې دي لومړی کار يې خلکو ته مرستې رسول او په دوېمه مرحله کې به خلک بيرته بحالولی شي.

د خېبرپښتونخوا چاوراکي وايي د کالام او نورو برخو نه د ايسار شوو خلکو د هيلي کاپټر د لارې راويستو عمل روان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG