لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان: په سېلاب کې لاهو شوو ځوانانو خپلوان وايي قیامت پرې تېر شوی


په کوز کوهستان کې په سېلاب کې ګېر شوي پینځه کسان
په کوز کوهستان کې په سېلاب کې ګېر شوي پینځه کسان

د خېبرپښتونخوا په کوز کوهستان ضلع کې چې پینځه تنه ځوانان په سېلاب کې ګېر شوي او څلور ترې بيا سېلاب وړلي، خپلوان يې وايي دغه پېښه پرې لکه د قيامت تېره شوې ده.

په کوهستان کې په 25 اګست په سېلاب کې په لاهو شوو کې د دوه تنو انور خان او رياض تره حبيب الله وي او اې ډيوه ويلي،

"دغه وخت زمونږ دپاره داسې وو لکه قيامت، زه خپله هم د کورنۍ د نورو غړو سره او د کلي د خلکو سره د دوبېر خوړ په غاړه موجود وو ، دا پينځه تنان وو چې ګېر شوې وو او دوي يواځې يو عبېدالله د سېلاب څخه را وویستلو خو نور څلور واړه د دغه تيګې/ ډبرې د پاسه په اوبو کې ايسار وو ، مونږ بې وسه وو ځکه د سترګو په وړاندې مو دغه څلور ځوانان د سېلاب چپو وخوړل".

په کوز کوهستان کې په خوړ يا سېلاب کې ګېر شوي دغه پينځه تنه چې نومونه يې انور خان ، رياض ، فضل رحمان ، حضرت بلال او عبېدالله وو، رياض او انور خان د تره زامن وو ، فضل رحمان او حضرت بلال د ترور او ماما زامن او پينځم ملګری يې عبېدالله وو.

د خپلوانو په وېنا يې، رياض او عبېدالله د ټېکسي ګاډو ډرايوران وو او دوی دغه وخت خپل ډاټسن او موټر د سېلاب څخه بچ کولو په هڅه کې وو چې په سناګۍ نومې ځای کې ترې ګاډي په اوبو کې ونښتل او بيا ناڅاپي د سېلاب څپې زياتې شوې او دوي دغلته په منځ کې ګېر شو.

حبيب الله خان وايي، "په غاړه مونږ تر 70 نه زيات کسان ولاړ وو خو راسره هيڅ انتظام نه وو مونږ د پړي او رسۍ د لارې ډېره هڅه وکړه خو نتيجه يې هم دغه وه چې د زمونږ د سترګو په وړاندې دغه ځوانان د سېلاب په بې رحمه څپو کې وروک شول".

په ټولنیزو رسنیو د دغه پېښې ويډیو خپره شوې او پوښتنې راولاړې شوې چې څنګه څلور ساعته دغه ځوانان د سېلاب په مینځ کې ګېر پاتې وو او د دوی د ژغورلو دپاره هيلي کاپټر لاړ نه شو؟ او پوښتنې شوي چې د دغه پېښې زمه وار څوک دي؟.

حبيب الله خان وايي، "مونږ په تمه وو چې هيلي کاپټر به راشي او دوي به بچ کړي خو دغه تمه مو د دې ځوانانو د لاهو کېدو سره په وير او ژړا تمامه شوه مونږ اوس پوهه شو چې دا هيلي کاپټرې خو د وزيرانو او وزير اعلا د سفر دپاره دي مونږ په غلطه وو د غريب ژوند څه قيمت لري چې هيلي کاپټر به ورله رارسي".

په ياده پېښه نه يواځې په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو بحثونه او پوښتنې را ولاړې شوي بلکې په سېنېټ کې پرې هم بحث شوی دی.

د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي سېنېټر مشتاق په 26 اګست په ټویټر ويلي،

"په کوهستان کې پينځه تنه تر څلور ګهنټو پورې په سېلاب کې ګېر وو د خواست باوجود د صوبايي حکومت يو هيلي کاپټر د پېښور څخه ونه لېږل شو د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت انتظاميه، پوليس، رېسکيو 1122، او پي ډي اېم اې چرته وې؟ ځوانان د خواستونو باوجود په څو ساعتونو کې بچ ولې نه کړی شو؟".

نوموړي په 27 اګست بيا يوه ويډیو په ټویټر خپره کړې او ورته يې ليکلي،

"د پخواني وزیراعظم عمران خان د خور ژغورلو دپاره هيلي کاپټر وي او په بره دير او دبېر کوهستان کې د پينځه ځوانانو دپاره نه وي نو دا يو پاکستان نه دی بلکې دوه پاکستانه دي یو د غريب پاکستان او بل د اشرافيه پاکستان".

د خېبر پښتونخوا حکومت چې د دغه پېښې په اړه کوم تفصيلي بيان نه دی ورکړی یواځې د پېښې د پلټنو کولو يې ویلي دي خو د کوز کوهستان ډپټي کمشنر شکيل احمد ځايي مطبوعاتو ته ويلي، ده په وټس اېپ ګروپ کې پېغام خپور کړی وو او اعلا چارواکي يې په دغه لار خبر کړي وو.

په ټولنيزو رسنیو بيا د ډپټي کمشنر د سپيناوي بيان هم مخې ته راغلی وو.

د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر فرحت الله بابر د ډپټي کمشنر دغه بيان په ټويټر خپور کړی او ويلي يې دي،

"ډي سي کوهستان د پينځه ځوانانو د ژغورلو دپاره د هيلي کاپټر خواست کړی وو او له دې وړاندې سراج الحق صېب هم ويلي وو چې د ټيليفون د لارې يې هڅه کړې خو چا نه وو اورېدلی. هغه څوک چې غلطه او دروغ دعوه کوي چې د هيلي کاپټر خواست نه وو شوی استعفا دې ورکړي او معافي دې وغواړي".

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG