د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر پرضد روانو مقدمو کې په دوه مقدمو نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [30 اګست] اورېدنې وشوې او په دواړو مقدمو کې نېټې بدلې کړی شوې.
د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه ته وويل، د کال 2020 په مقدمه کې چې فېصله به اورول کېده او بله مقدمه چې د کال 2018 ده په هغې کې د ضمانت په خواست اورېدنه وه، نېټې بدل کړی شوې.
"نن د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې د علي وزیر دوه کېسونه وو، او د پي ټي اېم د دوه نورو غړو چې پرضد ېې د روانې مياشتې په 12 اګست مقدمه درج شوې په سهراب ګوټ کې. د علي وزير د فېصلې په کېس کې نوی جج راغلی دی نو د دې کېس د اورېدنې دپاره 13 ستمبر نېټه ورکړی شوه، او بله مقدمه چې د ضمانت درخواست پکې ورکړی شوی او د درېو مياشتو نه ځنډيږي په هغې کې د اورېدنې دپاره دوېم ستمبر وټاکل شو".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، دوی ګڼي چې د علي وزیر سره ظلم کيږي ناانصافي او نسل پرستي روانه ده.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل،
"دوی [عدالت] دغه ځنډول د يو نسل پرستۍ په بنياد، يو ظلم جبر چې د پښتنو سره شورو دی په هره حواله سره هغه که د امنیت دی او که نور دي دا د هغه نسل پرستۍ چې د پښتنو سره شورو ده د هغې په بنياد کيږي".
نوموړي زياته کړه د علي وزير د کېس په حواله د مرکزي او سيند حکومت هیڅ کردار نشته بلکې دوی هم يو منفي کردار ادا کوي او پي ټي اېم به د علي وزير دپاره بيا احتجاج پله ځي.
د جون په میاشت کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي وو د علي وزير معامله ښه طرفته روانه ده په يو نيم کېس کې د هغه ضمانت پاتې دی هغه به هم وشي.
د علي وزیر پرضد چې نن په کومه مقدمه کې دوېم ستمبر نېټه ورکړی شوې د نوموړي پرضد دا مقدمه په کال 2018 کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه.
بله مقدمه چې فېصله به پکې اورول کېده دا مقدمه د علي وزیر او پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2020 کې په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې او علي وزير هم په دې مقدمه کې په کال 2020 کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو او چې په دغه مقدمه کې په بند کې وو، نورې درې مقدمې پسې راويستل شوې وې.
په دې مقدمه کې د بلې اورېدنې دپاره د ستمبر 13 ستمبر نېټه ورکړی شوه. په دې مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو.
د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.
د علي وزیر وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي د پي ټي اېم دوه غړي چې روانه میاشت نيول شوي د هغوی د ضمانت د خواست اورېدنه به هم په دوېم ستمبر د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې کيږي.