لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې چاودنه شوې د اېف سي يو عسکر پکې وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې چاودنه شوې د پوليس چارواکو په وېنا په چاودنه کې د اېف سي [ملېشې ځواک] يو عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] عبدالصمد وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ 30 اګست د خار د يوسف اباد پوليس تاڼې په علاقه کې د باجوړ سکاوټ د بم ډسپوزل سکوارډ په چاودنه کې په نخښه شوی دی.

هغه ويلي، بم چې د وړاندې اېښودی شوی وو په چاودنه کې يې د اېف سي ځواک يو عسکر مجاهد وژل شوی او عبدالله ژوبل شوی دی.

په بيان کې ویل شوي د پېښې وروسته پوليسو او اېف سي په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په باجوړ کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې دغلته د امن دپاره احتجاجي پرلت شوی وو.

په ياد پرلت کې شامل د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی مولانا خانزېب وايي، دوی د 19 اګست نه تر 26 اګست پورې یواځې د امن دپاره پرلت وکړو او بيا د پرلت سره د باجوړ ځايي انتظاميې او مرکزي او صوبايي وزیرانو مذاکرات وکړه او دوی ته يې د امن په ځای کولو او د باجوړ د افغانستان سره د تجارت د لارو خلاصولو په اړه باور ورکړی وو خو نن بيا په باجوړ کې چاودنه وشوه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د ننۍ پېښې سره به په خلکو کې بيا اندېښنې راپورته شي او هغه حکومتي مشران چې پرلت ته يې د امن باور ورکړی وو د هغو زمه وارۍ نورې سېوا کيږي چې د امن دپاره کړې ژمنې پوره کړي.

هغه وخت د پرلت په مهال د باجوړ ډپټي کمشنر فهد وزير وي او اې ډيوه ته ويلي وو د صوبې د نورو برخو او په ځانګړي ډول د قبايلو ضلعو په مقابله کې په باجوړ کې ډېر امن دی او زياته کړې يې وه ځايي انتظاميه او امنيت په ځای کوونکې ادارې لګيا دي خپله دنده ترسره کوي چې په سيمه کې پوره امن په ځای وي.

هغه ويلي وو پټ دښمن په علاقه کې بدامني جوړول غواړي او دوی د سيمې د خلکو نه تمه لري چې د امنيت په لړ کې ورسره مرسته وکړي پټ دښمن چې هر څوک وي ادارې دې پرې خبروي پرضد به يې عمليات کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG