لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستان له سېلاب ځپلو سره ۳۰ میلینه ډالره نوره مرسته اعلان کړه


واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا به د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ۳۰ میلینو ډالرو بشري مرسته وکړي چې په هغې کې به خوراکي توکي، اوبه او سرپناه وي.

انټوني بلنکن په دې اړه یو ټویټ کې وړاندې ویلي،‌ مونږ له پاکستان سره په دې سخت وخت کې ولاړ یو.

د سپینې ماڼۍ لخوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې هم ددغو مرستو د یادولو ترڅنګ ویل شوي، په پاکستان کې د جون د نیمايي راهیسې په روانو بارانونو کې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه شوي، او تر ۱۶۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي، چې تر یو میلیون زیات کورونه ویجاړ شوي‌ او یا زیانمن شوي او نېږدې ۷۳۵۰۰۰ ساروي پکې له منځه تللي.

بیان زیاتوي ،‌چې په سېلابونو کې سړکونه ویجاړ شوي او تر دوه میلیونو اېکړه کرنیزه ځمکه هم پکې ویجاړه شوې ده.

په بلوچستان کې له سېلا ځپلو څخه د اګسټ په ۳۰ نېټه اخېستل شوی انځور
په بلوچستان کې له سېلا ځپلو څخه د اګسټ په ۳۰ نېټه اخېستل شوی انځور

بیان زیاتوي، د امریکا د پراختیايي مرستو ادارې یا د یوسېډ کارپوهان د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ اسلام اباد ته رسېدلي تر څو د سېلابونو اغیز و ارزوي.

تر دې مخکې ملګروملتونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ۱۶۰ میلینو ډالرو د مرستې د غوښتنې په ځواب کې د چټک غبرګون ښودلو غوښتنه کړې.‌

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر ویاند ینز لارکې هم ویلي، په پاکستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله نېږدې یو ملیون کورونه ویجاړ شوي او د خلکو تر اوه لکو زیات ساروي پکې له منځه تللي او دغه سېلابونه په څو لسیزو کې ساری نه لري.

هغه وویل، په سېلابونو کې شاخوا نیم میلیون خلک بې ځایه شوي او ګڼ نور له خپلو خپلوانو سره اوسېږي.

په چارسده کې له سېلا ځپلو څخه د جون په ۳۰ نېټه اخیستل شوی انځور
په چارسده کې له سېلا ځپلو څخه د جون په ۳۰ نېټه اخیستل شوی انځور

دوی زیاتوي، د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له امله مرستو ته لاس رسې ستونزمن شوی ځکه ۱۵۰ پلونه او نېږدې ۳۵۰۰ کیلومټره سړک پکې ویجاړ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG