لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: کالام کې په غېر قانونه توګه د هوټلو جوړولو د اجازت ورکوونکو پرضد اقدام پکار دی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، "په سوات کې د سېلابونو له امله ډېر تاوان اوښتی د ارزونې وروسته به کره اندازه لګي خو په کالام او سوات کې ډېر تاوان شوی دی پُلونه او هوټلې تباه شوي خو په دې کې د پرېشانۍ خبره دا ده چې په کال 2010 کې دلته کوم سېلاب راغلی وو دغه ډول هوټلې بربادې شوې او بيا چې چا د دغو هوټلو جوړولو اجازه ورکړې پرضد يې اقدام يا کارروايي پکار ده چې بیا داسې ونه شي".

په سوات کې د جمعې په ورځ 26 اګست د سېلګرۍ په علاقه کالام کې سېلاب راغلی، په کالام کې او بحرین، مدين کې يې هوټلې او نورې ودانۍ وړي او د بحرین کالام ترمنځ سړک يې هم تباه کړی چې له امله يې د کالام سره د سړک رابطه قطع شوې ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [30 اګست] د سوات سفر کړی او مطبوعاتو سره په خبرو کې يې ویلي، "چا چې د کال 2010 د سېلاب وروسته سرغړونه کړې پرضد يې سخت ګام اخستل پکار دي".

هغه وويل، "په سمدستي توګه مهم کار د کالام پورې سړک پرانستل دي ځینې خلک وايي چې د 15 ورځو پورې وخت به په سړک پرانستو کې ولګي خو زه هیله لرم چې په شپږ، اووه ورځې وخت به ولګي".

هغه زياته کړې "په کالام کې لا بحران نشته بحران به هغه جوړيږي که په سړک جوړولو کې ناکامه شو خو زر به یې جوړ کړو، وخت به لګي په ټوله ابادۍ او ارزونو کې به وخت لګي".

د پوځ مشر په کالام کې د غېر قانونه هوټولو جوړېدو خبره په داسې حال کې کړې چې له دې وړاندې په ټولنيزو رسنیو هم داسې پوښتنې راولاړې شوې چې په سوات کې په غېر قانونه توګه د هوټلو جوړېدو اجازه چا ورکړې وه پکار ده چې پلټنې يې وشي.

خبريال عقيل يوسفزي پرون په ټويټر ويلي،

"د پوځ مشر هغه خبره وکړه کومه چې مونږ کوله چې په سوات کې په کال 2010 کې د سېلاب وروسته په هغو ځايونو ودانۍ جوړې شوي چې سېلاب وړلې وې، داسې ګډ کمېشن يا کمټي که جوړه شوه ډېر خلک به معلوم شي".

نوموړي بيا په يو بل ټویټ کې ويلي د دغه خبرې وروسته ورته د مافياز لخوا د ګواښونو ټيليفونونه راځي.

په سوات کې د سېلابونو په مهال بيړني حالات اعلان کړی شوي وو او اوس هم ويل کيږی په کالام کې خلک ګېر دی پوځ يې د هيلي کاپټرو د لارې را اوباسي، له دې وړاندې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان هم د مرستو دپاره د صوبايي حکومت د هيلي کاپټرو ورکولو ويلي وو.

چاوراکي وايي په سوات او د خېبرپښتونخوا په نورو برخو په ځانګړي ډول دير، چارسده او نوښار کې ابادو/ودانيو، فصلونو، سړکونو او پلونه ته تاوانونه اوښتي خو کره اندازه يې لا نه ده معلومه ځکه چې اوس هم په ډېرو ځايونو کې اوبه ډنډ ولاړې دي.

په پاکستان کې د 15 جون راهسې د پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله تراوسه پورې په ټول ملک کې 1162 کسان مړه شوي او د افتونو په وخت د انتظام د قومي ادارې ترمخه د ملک په 76 ضلعو کې د 33 لکه زیات خلک اغېزمن شوی يو لک 18زره نه زیات ژغورل شوي او دا وخت څلور لکه 62 زره نه زیات په کېمپونو کې دي.

د اېن ډي اېم اې په رپورټ کې ویل شوي په زرونو اېکړه سړکونه، په سوونو پلونه، او ټول لس لکه کورنه چې پکې د درېو لکو نه زيات په مکمله توګه تباه شوي، د بارانونو او سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي، "په سیند صوبه کې ډېره مسله ده خېمې نشته، او په بلوچستان کې ډېر تاوان شوی دی".

نوموړي ويلي، "د خلکو ژغورلو کار به زر ترسره کړي خو په بيا بحالۍ کې به وخت لګي په سيند او بلوچستان کې په خلکو ته کورونه جوړول په هغې کې به وخت لګي خو دې ځل له حکومت پلان جوړوي چې خلکو ته پاخه کورونه جوړ کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG