لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حېدر اباد کې د قران د سپکاوي په تور نيول شوی هندو پوليسو بې ګناه ګرځولی


Pakistan blasphemy ilustratio

د پاکستان د سيند صوبې د دوېم غټ ښار حېدر اباد پولیس وايي، نزدې لس ورځې وړاندې چې په کوم هندو [صفايي کوونکي] تن باندې د قران د سوځولو او سپکاوي کولو تور لګول شوی وو دغه تور دروغ ثابت شوی او اصل تورن تن چې مسلمان دی په خپله يې دغه کار کړی او بيا یې په هندو تور لګولی وو نیول شوی دی.

په حېدر اباد کې دغه پېښه په 22م اګست شوې وه، هغه وخت د حېدر اباد د کېنټ پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] اعجاز لاکهو وي او اې ډیوه ته ويلي وو يو مسلمان دوکاندار چې په رابي پلازه کې اوسي په هندو تن يې د قران د پاڼو سوځولو او سپکاوي کولو تور لګولی دغه هندو تن نيول شوی او د مذهب د سپکاوي لاندې پرې مقدمه درج شوې وه.

هغه وخت په ګڼ شمېر کې قهرجن کسان راوتلي په علاقه کې يې اړی ګړی جوړ کړی د هندو تن په کور د ورختلو او د هغه د پوليس نه په خپل لاس کې اخستو هڅه يې کړې خو پوليسو دغه هندو تن قهرجنو خلکو په لاس نه وو ورکړی او د ګڼو کسانو پرضد د اړي ګړي جوړولو په تور مقدمه درج شوې او نيول شوي وو.

اعجاز لاکهو نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [لومړي ستمبر] وي او اې ډیوه ته وويل، "هندو تن مو بې قصوره وګرځولو پلټنې مو وکړې او اصل مجرم مو ونيولو او هندو مو خوشی کړو".

هغه وویل، "هندو چې اشوک نوميږي د هغه سره په دغه پلازه کې يو مسلمان چې عبدالله نوميږي هغه په خپله د قران پاڼې سوځولې او تور يې بيا په دغه هندو لګولی وو، او بيا يې د دغه ځای نه کډه کړې وه".

پوليس افسر زیاته کړه پلټنې شوي او د اصل مجرم معلومات شوي چې هغه عبدالله دی او پرون بيا هغه نيول شوی عدالت ته وړاندې کړی شوی او درې ورځې ريمانډ پرې راخستل شوی دی.

اعجاز لاکهو وويل، په لومړي تفتيش کې معلومه شوې چې نيول شوی تن ذهني ناروغه دی کورنۍ يې هم منلې چې د قران د پاڼو سوځولو کار هغه کړی وو دوی بيا د دغه ځای نه کډه کړې وه.

د نوموړي په خبره یاده مقدمه چې د هندو اشوک پرضد درج شوې وه په هغې کې عبدالله شامل کړی شوی دی.

پوليس افسر وويل هغه وخت چې په هندو تور لګول شوی وو قهرجن خلک راوتلي او اړی ګړی يې جوړ کړی او تاوان يې اوړلی وو په هغو کې د 60 پورې کسانو پرضد مقدمه درج شوې خو دوی بيا په ضمانت خوشي شوي وو.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په اړه ځايي او نړيوال د بشري حقونو تنظیمونه دریځ لري چې دا قانون اکثره خلک د شخصي دښمنيو دپاره کاروي د دروغو تورونه پکې لګوي او دا قانون سم نه کارول کيږي.

په وروستیو کې پاکستان کې د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره د تړاو لرونکي خبریال وقار ستي پرضد د پنډۍ ښار په تاڼه کې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې ده.

دا مقدمه چې د يو تن لخوا په شخصي بنياد درج کړی شوې پکې ويل شوي چې خبریال وقار ستي د پخواني وزیر اعظم عمران خان سره تړلې د مذهبي ډول خبرو داسې وېډيوګانې په ټولنيزو رسنيو اچولې وې چې عمران خان نه دي کړي.

خو وقار ستي ډيوه سره خبرو کې تور لګولی وو چې د ده پرضد دا مقدمه د پنجاب حکومت په لمسه او د عمران خان په وینا درج کړی شوې او ده د مذهب سپکاوی نه دی کړی.

په حېدر اباد کې د شوې يادې پېښې وروسته د سيند صوبې يو وزیر سعيد غني ويلي وو، "دا بد مرغي ده چې په ملک کې روانه ده خلک د خپلو شخصي جګړو دپاره د توهين رسالت قانون کاروي او خلک پرې راپاروي".

هغه مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي وو، "دا د ټولنې دپاره ډېر خطرناک عمل دی د کوم څه تاوان چې نه يواځې ټولنې ته بلکې په نړيواله کچه پاکستان ته هم اوښتی دی".

هغه زياته کړې وه، "که د توهين رسالت په سمه توګه نه کارېدو مونږ مخنيوی کوو نو یوه طريقه یې دا ده چې څوک په دغه لړ کې په چا د دروغو تور ولګوي او هغه دروغ ثابت شي نو په دغه تن دې بيا د توهين رسالت قانون په دغه تن ولګول شي، ډېرې پېښې داسې شوي چې د پلټنو نه معلومه شوې چې د شخصي ګټو دپاره دغه تور لګول شوی او په لږکيو هم لګول شوي د"ي.

تیر کال پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د پنجاب په سيالکوټ ښار کې یو سري لنکن وګړی وژل شوی وو.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وړاندې څو ځله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ویلي، پاکستان کې دا حالات ورځ تر بلې نور خرابيږي، او د دې د قابو کولو دپاره به د ممبر او جومات سره میډيا او ریاست ته هم خپل کردار لوبول وي او تندروه فکر به ختمول وي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون استمال يواځې د غېر مسلمانانو خلاف نه بلکې د مسلمانانو پرضد هم کیږي.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال په 2021م کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې هېواد کې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره په کې په پنجاب صوبه کې درج شوې وې.

پاکستان کې وخت په وخت داسې پېښې کیږي چې د مذهب د سپکاوي تور لګول کيږي.

په کال 2017 کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې یو زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی او پوليسو بيا هغه بې ګناه ګرځولی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG