لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سېلابونو له امله نور 19 تنه مړه شوي، دا وخت سيند صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه ده


پاکستان کې د روانو سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې نور 19 تنه مړه شوي چې پکې 12 تنه په سيند صوبه او څلور په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي دي، په ملک کې د جون د نيمايۍ راهسې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو ټوله شمېره 1208 ته رسېدلې ده.

په ملک کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډی اېم اې] د لومړي ستمبر د خپور کړي رپورټ ترمخه دا وخت په ملک کې د سېلابونو له امله تر ټولو زياته اغېزمنه د پاکستان جنوبي صوبه سيند ده.

ويل شوي په پاکستان کې په بارانونو او سېلابونو کې تر ټولو زيات مړي په سيند صوبه کې شوي چې شمېره يې 432 ده او په دې کې زيات 182 ماشومان شامل دي.

په خېبرپښتونخوا کې ټول 268 کسان مړه شوي چې پکې 107 ماشومان شامل دي. په بلوچستان کې 256 او پنجاب کې 188 کسان مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په تير شوا روز کې په ملک کې د سېلابونو له امله ټول 66190 کورونه اغېزمن شوي چې پکې يواځې په سيند صوبه کې 63484 په مکمله توګه تباه شوي دي.

د ادارې د شمېرو ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې ټول 11لکه 72549 کورونه اغېزمن شوي او تر ټولو زیات پکې په سيند صوبه کې زیانمن شوي چې شمېره يې نهه لکه 86101 ده.

ويل شوي په سيند صوبه کې درې لکه 69349 کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

د ډان ورڅپاڼې د خبر ترمخه د سيند صوبې د دادو ضلعې ډپټي کمشنر مرتضا علي ويلي، د ضلعې په خېرپور ناتهن شاه ښار کې اته فټه اوبه ولاړې دي او د نورو علاقو سره یې رابطه کټ شوې ده.

د اېن ډي اېم اې ترمخه دا وخت په دريای سيند يا انډس ريور باندې د سيند صوبې په ګډو او سکهر کې د پينځه لکه 31000 کيوسکه نه سېوا د لوړې کچې سېلابونه دي.

ويل شوي د پاکستان پوځ، رېنجرز او نورې ادارې په سيند صوبه کې د سېلاب ځپلو مرستې کوي، د صوبې په 39 ضلعو کې 23 اغېزمنې شوي او دا وخت په صوبه کې درې لکه 86555 کسان په کېمپونو کې دي.

د صوبې د صحت وزيرې ازرا پيچوهو ويلي، په صوبه کې د خوراک او په ځانګړي ډول د پاکو اوبو د کموت له امله د هېضې، مليريا او څرمنې سره د نورو ناروغو خورېدو خطره ده.

اغلې په مرستندويه ادارو غږ کړی چې په دغه لړ کې ورسره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسف ويلي په پاکستان کې د سېلابونو له امله درې ملينه ماشومان د خوراک او ناروغو د خطرې سره مخ دي.

بل لور ته په خېبرپښتونخوا کې چې د راغلو سېلابونو له امله د سوات، چارسدې، نوښار، ډېره اسماعيل خان، ټانک او نورو سيمو کې ډېر تاوانونه اړولي او چارسده او نوښار ضلعې سېلاب ډېرې اغېزمنې کړي، او د ځايي ميډیا ترمخه انتظاميې په چارسده کې د سېلاب ځپلو دپاره جوړ کمېپ تړلی دی.

د راپورونو ترمخه ويل شوي د سېلابونو له امله يواځې په چارسده ضلع کې د 200000 پورې کسان د کورونو څخه ويستل شوي چې پکې د 15000 پورې کسان د چارسدې په سپورټس کمپېلکس کې ځای کړی شوی وو.

او د ضلعې انتظاميې لخوا د زیارت په ورځ د کېمپ تړلو له امله خلکو ويلي چې اوس هم په علاقه کې اوبه ولاړې دي دوی نه شي کولی چې کورونو ته لاړ شي.

د خېبرپښتونخوا د بيا بحالۍ محکمې ویلي، صوبايي حکومت د سېلاب نه اغېزمنو ضلعو بر او کوز کوهستان، بره او کوز چترال، چارسده، لکي مروت، کرک، ډېره اسماعيل خان، صوابۍ، ټانک، شانګله، بر او کوز دير، ملاکنډ، نوښار او پېښور کې بېړني حالت تر 30 ستمبر پورې غځولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG