لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایشیا کپ کرکټ سیالیو کې نن دوه مخالف هیوادونه هند اؤ پاکستان مقابلې ته اوځي


دایشیا کپ کرکټ سیالیو په سپرفور پړاؤ کې نن دوه روایتي غلیم ګاونډي هیوادونه هند اؤ پاکستان دیو بل پرضد میدان ته اوځي.

تر دې وړاندې دایشیا کپ د سیالیو په لړۍ کې پاکستان هند سره خپله وړومبۍ لوه په پینځوؤ وکټونو بایللې وه.

دایشیا کپ په سپر فور پړاؤ کې به ټولې لوبډلې درې،درې سیالۍ کوي اؤ پاکستان به خپله راتلونکې سیالي په اووم ستمبر دسریلنکا اؤ په نهم ستمبر دافغانستان سره کوي.

د هند اؤ پاکستان ترمنځ نن کېدونکې دا اهمه سیالي به دپاکستان په وخت ماښام اووه بجې د دوبۍ دکرکټ د لوبو په میدان کې پیل کیږي.

تر دې وړاندې دخالي په ماښام شارجه کې دسپر فور پړاؤ په وړومبۍ سیالۍ کې دسریلنکا لوبډلې افغانستان ته په څلورو وکټونو ماتې ورکړې وه .

په دغه سیالۍ کې دافغانستان لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د شپږو وکټو په تاوان 175 منډې جوړې کړې وې چې سریلنکا دغه هدف دشپږو وکټونو په زیان دلوبې په وروستي اوور کې ترسره کړو اؤ دافغانستان نه یې لوبه وګټله.

له دې وړاندې په ګروپ سياليو کې د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سريلنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به نورې دوه سيالۍ په اووم ستمبر د پاکستان سره او په اتم ستمبر د هند سره کوي.

پاکستان د ګروپ په سيالیو کې په 28 اګست د هند نه ماتې خوړلې وه.

د ایشيا کپ فاينل يا پائ لوبه به په 11م ستمبر کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG