د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر په څلورمه مقدمه کې هم ضمانت منظور شو، له دې وړاندې علي وزیر ته په درېو مقدمو کې ضمانتونه ورکړی شوي وو.
د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] وي او اې ډيوه ته وویل، د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې د علي وزیر پرضد د څلورمې او معلومې وروستۍ مقدمې د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه او عدالت یې د يو لک روپو په مچلکې سره ضمانت منظور کړو.
هغه وويل، د علي وزیر پرضد معلومو څلورو مقدمو کې له دې وړاندې په يوه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ، په بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او درېمه کې ټرايل کورټ ضمانتونه ورکړي وو.
نوموړي زياته کړه د علي وزیر پرضد دا څلورمه معلومه مقدمه وه چې ضمانت پکې وشو او اوس به د ضمانتونو د مچلکو د عمل پوره کېدو وروسته علي وزیر خوشی شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د علي وزیر او دوه نورو غړو د ضمانت په منظورۍ خپلو ملګرو ته اومبارکي ويلې ده.
علي وزیر ته چې نن په کومه مقدمه کې عدالت ضمانت ورکړو دا مقدمه په کال 2018 کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه.
پرون په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي، ناروغه بندي او موجوده اېم اېن اېی علي وزیر دې په سمدستي توګه خوشی کړی شي.
علي وزير د ناروغۍ له امله د جمعې د ورځې [نهم ستمبر] نه د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل دی درملنه يې روانه ده.
د ډاکټرانو په وېنا هغه د خېټۍ د درد مسله ده او معاينې روانې دي چې معلومه شي چې د درد علت یې معلوم کړی شي.
نور الله ترين وايي د پرون راهسې د علي وزیر صحت يو څه ښه دی او تکليف ورته کم شوی دی خو چې ټېسټونه يې وشي نو د هغې وروسته به معلومه شي چې هغه ته څه مسله ده بيا يې پوره علاج کولی شي.
علي وزير د کال 2020 د کراچۍ د سهراب ګوټ په مقدمه کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو او چې په دغه مقدمه کې په بند کې وو، نورې درې مقدمې پسې راويستل شوې وې.
د کال 2020 په مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو.
د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.