لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې سږ کال 16م ماشوم پولیو وهلی دی


د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د درېو مياشتو په ماشوم کې د پولیو وايرس تصديق شوی دی، دا په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو 18م پېښه ده چې مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه روان کال [2022] کې تراوسه پورې د پوليو په 18 مثبتو پېښو کې 16 يواځې په شمالي وزيرستان کې ثبت شوي او دوه نورې هم د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې معلومې شوي دي.

د بيان ترمخه تازه چې کوم ماشوم د پوليو ښکار شوی په 25 اګست يې معذوره ښکاره شوې وه.

ویل شوي پاکستان کې تېره اوونۍ د ملک تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پوليو وايرس نمونې تاييد شوي دي، له دې وړاندې په بنو، پېښور، سوات او لاهور کې هم د پولیو وايرس تصديق شوی دی.

په بيان کې زیاته کړی شوې چې کراچۍ په تاريخي لحاظ سره د پوليو وايرس مرکز پاتې شوی او د پوليو وايرس د خورېدو دپاره په حساسه ګرځول شوو ضلعو کې شامل ده.

د صحت وزیر قادر پټېل ويلي، د سختو موسمي حالاتو له امله چې چرته ممکن وي ماشومانو ته د ويکسين ورکولی شي او په حالاتو ښه کېدو په سېلاب ځپلو علاقو کې په ممکنه توګه د کمپاين کولو تيارۍ روانې دي.

هغه زیاته کړې په موجوده حالاتو کې د پوليو وايرس خورېدو اندېښنې سېوا شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنیوي د پروګرام ډپيټي کوارډينېټر ذيشان امين هم وايي په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې دوی د دې مسلې سره مخ دي چې خلک ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل کله چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ور نه کړی شي او دوی ته د پوليو وايرس ورسي، د پوليو وايرس په وړاندې يې قوت مدافعت کمزوری وي او پوليو يې ووهي.
هغه وویل دوی بيا هم کوشش کوي چې بيا بيا د پوليو ضد څاڅکو کمپاينې وشي او يو ماشوم هم د پوليو ضد څاڅکو اخستو څخه پاتې نه شي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه په کراچۍ او نورو علاقو کې د سېلاب نه اغېزمنو خلکو نورو ځايونو ته د کډو کولو سخت چېلنج رامخې ته دی او په موجوده موسم کې د پوليو وايرس خورېدو خطره زياته ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي دوی ته د پوليو د خاتمې په لړ کې تر ټولو غټ چېلنج د میاندو پلارانو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کول دي.

چارواکي وايي باوجود د دې چې په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د پوليو په ټيمونو بريدونه کيږي دوی هڅه کوي چې کور په کور ټيمونه ورسوي او ماشومانوته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG