د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوټېريش د سېلاب سره مخ پاکستان د مرستو دپاره په نړۍ غږ کړی چې د وخت ضايع کولو بغېر دې د پاکستان سره مرستې وکړي.
نوموړي ويلي پاکستان د نړۍ لخوا د چاپيريال یا ماحولياتو سره د ناانصافۍ کولو د پېښې سر.
نوموړي چې روانه مياشت د پاکستان سفر کړی، د ملګرو ملتونو د غونډې نه وړاندې يې مطبوعاتو سره پاکستان کې د راغلو سېلابونو په اړه خبرې کړي دي.
د وي او اې اردود خبر ترمخه، ګوټېريش ويلي، که پاکستان دی، که ختيځه افريقه ده، وړې جزيرې يا ټاپوګان دي يا د کمې پرمختيا هېوادونه، هغه ملکونه چې د چاپيريال يا ماحولياتي بدلون کې يې هیڅ برخه نه شته د دې حالاتو د جوړوونکو قيمت ورکوي.
هغه ویلي، پاکستان کې دردېدونکي حالات ليدلي، خلک سخت په تکليف کې دی، ودانۍ تباه شوي، او سخت تاوان يې ليدلي چې روزګارونو ته اوړېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې پاکستان کې راغلی افت ډېر پراخه دی.
د ملګرو ملتونو مشر ویلي، پاکستان ته سېلابونو ډېرغټ تاوان اړولی خو خېر ښېګړه، د خلکو بيرته په ځای کول او ابادول هغه څه دي چې د نورې تباهۍ نه يې بچ کولی شي.
هغه په نړيوالو مالياتي ادارو او شتمنو هېوادونو د پاکستان سره د مرستو غږ کړی دی.
انتونيو ګوټېريش ويلي د نړۍ 80فيصده ګرين هاوس ګېس يا د چاپېريال خچن کوونکي ګېس خارجولو زمه واره جي ټوينټي ملکونه دي کوم چې په خپله هم د قحط، يا د سېلاب او يا بيا د اورونو لګېدو د پېښو سره مخ دي خو د دوی لخوا د چاپيريال د ښه والي دپاره ګامونه کم دي.
په 20 ستمبر د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 193 غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پېل کيږي.
ګوتېريش په نړيوالو مشرانو غږ کړی چې په سمدستي ډول د تودوخې راکمولو دپاره ګامونه پورته کړي، نه دې دنیا نن په سېلاب کې ګېروي او نه دې سبا په اوبو کې ډوبوي.